په هغو هوايي پلونو د خلکو تګ راتګ پیل شو، چې د تشنابونو په حيث به ترې ګټه پورته کېده

يو شمېر ښاريان وايي، جلال اباد ښار کې  سړکونو په منځ کې د اوسپنيزو کټارو په لګولو سره په هوايي، پلونو د خلکو تګ راتګ زیات شوی.

دوی همداراز په يو شمېر ښاريانو نيوکې هم کوي، چې ښاري فرهنګ نه مراعتوي او له جلال اباد ښاروالۍ د ورته هوايي، پلونو د ډېرېدو غوښتنه هم کوي.

ورته مهال د جلال اباد ښاروالۍ مسؤلين، د نورو هوايي پلونو د جوړېدو ترڅنګ له ښاريانو غوښتنه کوي چې ښاري فرهنګ ته پاملرنه وکړي.

نورحال سفيراحمد سيال په راپور کې…