په هلمند کې هوایي بریدونو د پاکستاني او ایراني اتباعو په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژلي

د هلمند امنیتي چارواکي وايي، هوايي بریدونه افغان ځواکونو تېره ورځ د ګرمسیر ولسوالۍ اړوند په حاجي یعقوب خان سیمه کې تر سره کړي، چې پر مهال یې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې او د ایراني مزایلو توغولو مسولینو په ګډون پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا همهاله افغان ځواکونو په واشیر ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پر مهال دوه وسله وال طالبان وژلي، یو تن یې ټپي کړی او یو عراده موټر سایکل یې له منځه وړل شوی.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.