په هندي سینما د (ګول مال اګین) فلم تود بازار ته خلک ګوته په غاښ دي

ګول مال اګین د هندي سینما د وتلي ستوري اجي دیوګن او ښکلې ادکارې پرینټي چوپړا ګډ فلم دی، چې سږ دیوالي (اکټوبر ۱۹ مه) خپور شو.

فلم په لومړیو پینځو ورځو کې تر ۱۱۶ کروړو هندي پیسو ډیر بازار وکړ، چې ورسره يې د ۲۰۱۷ کال ریکارډ هم جوړ کړ.

فلم د روهیت شیټي تر لارښوونې لاندې جوړ شوی، چې د عامر خان د فلم سره یوځای په سینما خپور شو.

داسې اټکل کیده، چې د عامرحان سیکرټ سوپرسټار به د ګول مال په پرتله تود بازار ولري، خو داسې ونشو.

د عامر خان فلم په پینځو ورځو کې یواځې خپل مصرف پوره کړ او تر ۳۴ کروړه هندي پیسو پورې بازار وکړ.

ګول مال اکین بیا په یوه ورځ کې ۳۰ کروړه هندي پیسې وګټلې او په ۴ ورځو کې ۱۰۰ کرووړه هندۍ روپۍ پوره کړې.

د ګول مال فلم جوړونکي روهیت شیټي د فلم له لیدونکو مننه وکړه، چې فلم يې ولیده او د ګول مال له سریز سره يې خپله مینه یو ځل بیا وښوده؛ او خوښي يې څرګنده کړه، چې فلم يې د هندي سینما د ۲۰۱۷ کال ټول ریکارډونه مات کړ.