په هندکې د سیلابونوله امله ۵۸۲ تنه وژل شوي

د هند په شمال ختیځو ایالتونو کې مرګونی سېلاب لا هم روان دی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې یواځې بهار ایالت کې ۴۲ نور کسان وژلي دي. د هند دولتي رسنۍ وايي، په دغه ایالت کې د وژل شویو شمېر ۴۸۲ کسانو ته ورسېد. پر دې سربېره د هند تر ټولو لوی ایالت اترا پردېش کې هم د سیلاب له امله د وژل شوو شمېر ۱۰۱ ته لوړ شوی شودی. د بهار ایالت په ۱۹ ولسوالیو کې نږدې دوه ویشت میلیونه او پنځه لکه وګړي له سېلاب اغېزمن شوي او یو نیم لک خلک ۲۲۲ کمپونو ته کډه شوي دي. د هند دولتي رسنۍ وايي، په اسام کې وروستي سېلاب تراوسه ۷۳ کسان وژلي دي. له بهار او اسام سره تړلي مغربي بنګال ایالت کې اوبه کمېږي، خو دلته یې هم تر ۹۰ پورې کسان وژلي دي.