په هند کي یوه ماشومه موندل شوی، چي زیات ژوند یې د بیزوګانو سره تیر کړی

د هندوستان د اترپردیش په ایالت کي پولیسو د یاد ایالت په ځنګلونو کي یوه داسي نجلي پیدا کړي، چي ګمان کیږي، خپل د عمر زیات وخت یي د بیزوګانو سره تیر کړی دی.

دغه سیمه چي د هند او نیپال پولو ته نژدي پرته ده او زیاته برخه یي ځنګلونه دي، چي ځناور په کښي اوسیږي.

تر اوسه دا معلومه شوي نه ده، چي دغې ماشومي دې څومره وخت په ځنګل کي تیر کړی وي، خو د انسانانو په رقم خبري نه شي کولای او زیات حرکتونه او اشارې یي بیزوګانو ته ورته دي او پر لاره هم د بیزوګانو په شان ګرځي.

پولیس د ورک شوو ماشومانو لیست ګوري، تر څو څرګنده کړي، چي یاده ماشومه د څه وخت راهیسي ورکه شوي او مور او پلار یي څوک دي.

ډاکټران وایي، یاده نجلي د اتو او لسو کلنو په مینځ کي عمر لري، زیاته کمزروي او ډنګره شوي، نوکان او ویښتان یي ډير اوږده شوي او پر بدن یي د ټپونو نښاني هم لیدل کیږي.

د روغتون سرطبیب ډي کي سینګ وايي، چي یاده نجلی به ډير ژر د لکنهو د طب پوهنځی ته واستول شي او دوی هیله لري، چي ددې ماشومي د روزولو او هغې ته د خبرو زده کولو څخه وروسته به د حیواناتو له ژوند او ژبه باندي لا ځانوه خبر کړي او پوه به شي.