په هند کې د ديوال د نړيدو له امله ۲۳ تنه وژل شوي

په هند کې د واده پر مراسمو کې د يو ديوال د را نړيدو له امله ۲۳ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان دي.

راپورنه وايي، دا پېښه نن سهار د راجستان ايالت په بهارت پور سيمه کې شوې ده.

ويل کيږي، دې ديوال ۲۸ متره اوږدوالۍ او پنځه متره لوړوالی درلود، او نن سهار هغه مهال د سخت توپان له امله ونړيد، چې ګڼ شمېر خلک يې څنګ ته د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره را ټول شوي و راونړیده.

د بهارت پور سيمې د پوليسو يوه چارواکي الوک واشيشتا رسنيو ته ويلي، ټپيان د درملنې لپاره روغتونونو ته رسول شوي، او د راجستان اعلی وزير اړوندو ادارو ته امر کړی، چې د ټپيانو په درملنه کې دي دټولو امکاناتو نه کار واخلي.