په هند کې د ځمکې ښویېدنې او بارانونوله امله ۴۵ کسه وژل شوي دي

د راپورونو له مخې دغه ځمکښویېدنه د هند په شمال کې د سختو بارانونو له امله رامنځ ته شوې ده. راپورونه وايي د یوې لوړې غونډۍ پر سر پر تېر شوي سړک ولاړ مسافر وړونکې موټرونه ددې پېښې له امله ژورې درې ته لوېدلې دي. راپورونه وايي په پېښه کې ۴۵ کسه وژل شوي دي او د ژغورونکو ۳۰۰ کسیزه ډله هڅه کوي چې موټر له یادې درې راوباسي. په ماندي سیمه کې د ژغورونکي ټیم مشر انشول ګوپټا هم وویل چې تر دې دمه ۴۵ مړي پیدا شوي دي او پلټنې لا هم روانې دي.