په هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتي شوي

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښيې.

د دې وزارت مالي او اداري مرستیالې ډاکټر ماموسي زېور د چهارشنبې په ورځ د واټونو د خوندیتوب د نړیوالې ورځ لمانځغونډې پرمهال وویل، د ترافیکي پېښو له امله د تلفاتو شمېر د ځانمرګو حملو د تلفاتو په پرتله زیات دي.

نوموړې زیاته کړه، د تېرو شپږو میاشتو په لړ کې په هېواد کې درې زره اته سوه او شپږڅلویښت ترافیکي پېښې شوي چې درې سوه او دوه ویشت کسان په ‌کې مړه او نولس زره څلور سوه او نولس نور ټپیان شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان استازی ډاکتر محمد داوود الطاف چې په‌ دغه ناسته کې یې ګډون کړی و، د ترافیکي قوانینو د پلي کېدو په برخه کې پر عامه پوهاوي ټینګار وکړ.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د موټر چلوولو پر مهال د موبایل کارول، د سړکونو خرابوالی، د محافظتي کمربند نه تړل، زیاد تېزوالی او د سړکونو تنګوالی د ترافیکي پېښو عمده لاملونه دي.