‏په هېواد کې د لوی اختر درې ورځې د امن په فضا کې ونمانځل شوې

کورنيو چارو وزارت ويلي چې هېواد کې د لوی اختر درې ورځې د امن په فضا کې ونمانځل شوې. ياد وزارت د امنيت په برخه کې د هېوادوالو او امنيتي ځواکونو هڅې ستايلې دي.