افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۴۲۳ ته ورسېد

د افغانستان روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو د کرونا ویروس یا کوېډ نولس ناروغۍ ۵۶ نوي پېښې ثبت شوي دي.

ننګرهار ولایت کې ۲، هرات کې ۲۷، کابل کې ۱۲، کندرهار کې ۱۰ او بلخ کې پنځه د کرونا ویروس تازه مثبتې پېښې رامنځته شوي دي، چې له دې سره افغانستان کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۴۲۳ تنو ته رسیږي.