د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې هوايي بریدونه تر سره کړي، چې په پایله کې یې د وسله والو طالبانو دوه سرګروپان قاري حکیم الله او ابوحذیفه چې د یاد ګروپ غړئ دې، وژلي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو څخه د خپرې شوې خبرپانې په حواله وژل شوي طالبان د نرخ ولسوالۍ اوسیدونکي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.