په يمن کې د وبا ناروغۍ ۴۷۳ تنه وژلي

په يمن کې د وبا ناروغۍ ۴۷۳ تنه وژلي دي.دوباناروغي چې ډیره خطرناکه ناروغي ده  د روغتيا نړيوال سازمان د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې د اپريل له ۲۷ نېټې بيا تر اوسه په يمن کې ۵۲ زره تنه په وبا اخته شوي، چې له دې ډلې يې ۴۷۳ تنو خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي.

په ياد راپور کې ويل شوي، چې يوازې په تېرو دوو ورځو کې ۱۳ زره کسان په دې وژونکې ناروغۍ اخته شوي دي.

ملګرو ملتونو ويلي چې په يمن کې د ۱۰۰ زرو اميندوارو ژوندونه هم له ګواښ سره مخ دي.چې دمخنیوی لپاره يې هڅې روانې دي.