په يو وسله وال برید کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي

د پاکستان پوځ ويلي، چې له ایران سره د دې هیواد پولې ته نږدې د وسله والو کسانو په برید کې د دغه هیواد څلور سرتیري چې په ګزمه بوخت وو، وژل شوي دي.
پاکستانیو رسنیو د پاکستان د پوځ په حواله خبر ورکړی چې دا برید د بلوچستان د کیچ سیمه کې شوی دی.