په ټاکنو کې د ولس پراخ ګډون دراتلوونکي نظام د مشروعت ضمانت دی.

راپور: شکیل احمد سعید

 د حقوقي چارو کارپوهان  او ښځینه فعلانې ، په دې اند دي که چېرې په ټاکنو کې د هيواد د ټولو سيمو اوسيدونکي ګډون ونکړي نو نا انډوله نظام ته به لاره هواره شي.

په خیتځ کې د بشر حقونو خپلواک کميسون دفتر مشره صبرینا حمیدې وایی  هغه مهال چې د هيواد د يوې سيمې وګړي د بلې سيمې په پرتله په ټاکنو کې  کم ګډون وکړي نو په راتلونکې نظام کې به د هغه سيمې ونډه زياته وي چې په ټاکنو کې يې پراخه ګډون کړی وي.

(( که را یه په یو سمت کې استعمالیږي او په بل سمت کې نه استعمالیږي دا پدې ماناده چې حکومت به هم د هماغه چا په طرف وي. اصل د ولسواکۍ به نه رعایت کیږي بیا طبعا د دوی حقوق تلف دي ځکه حکومت د هغه چا په رایه راځي چې را یه یې کارولي وي))

صبرینا حمیدي  په ټاکنو کې د ښځو پر ونډې هم ټینګار وکړ او وۍ ويل ښځې د ټولنې نيمايي برخه جوړوي. نوموړې زياته کړه، ښځې بايد په سياسي ليږد کې خپل رول له پامه ونه غورځوي.

د اغلې حميدي په خبره ښځې بايد په راتلونکې نظام کې د خپلو حقونو د خونديتوب او په ټولنيزو چارو کې د دوې د رول د پرمختګ په خاطر خپلې رايې وکاروي.

((زما ښځو ته دا پیغام دی چې دوی په سیاسي مشراکت یا د ټاکنو په بهیر کې یې را یه وکاروي او که یې ونه کاروله نو نیمایي قشر ددې حق نه هم بې برخې پاتې شو او په را تلوونکې کې یې هم له خپل حق څخه بې برخې شي))

د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه سيد خالد سادات وايي په  ټاکنو کې د خلکو پراخه ګډون سره به د ټاکنو مشروعيت غښتلی شي.

((په ټاکنو کې ګډون نکول څو ډوله ستونزې را منځته کوي یو داچې په نه ګډون کې نا مشروع نظام منځته را ځي او که ټاکنې کې برخه ولرو نو دا به مونږ ته مشروع نظام را منځته کړي))

ننګرهار مېشتی ديني عالم شريف الله فضلي په وينا د اسلامي لارښوونو په پام کې نيولو سره بايد ښځې په ټولو ملي مسايلو کې رول ولري. هغه زياته کړه د شرعي حجاپ په پام کې نيولو سره ښځې کولی شي په راتلونکو ټاکنو کې رايه ورکړي او له خپل دغه ملي او اسلامي حق څخه برخمنې شي.

((که څه هم د پیغمبر ع په اولین وخت کې د میرمنو د ستر یا حجاب په اړه ایتونه نه وو نازل شوي، خو ښځو ته د دا ډول فعالی وخت ورکړل شوی وو))

ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو راتلونکې ټاکنې د ۱۳۹۳ لمريز کال د وري په شپاړسمه نيټه ترسره شي.