په ټولنه د هنر اغېز!

لیکوال: شبیراحمد سلیمي

هر هنر په ټولنه او خلکو مثبت او منفي اغېز کولی شي. خو دا چې څنګه په ټولنه کې مثبت اغېز ته لاره هواره شي؛ دا کار هنرمند ته یو څه ستونزمن دی. ځکه هر ډول مثبت بدلون قربانۍ ته اړتیا لري. هنر هله په ټولنه او خلکو اغېز کولی شي، چې هنرمند خپل هنر ته په درنه سترګه وګوري، که هنر ته سپکاوی وشي دا ښایي د هنر په ارزښت او په ټولنه یې اغېز ناممکن شي. له سپکاوي موخه یوازې دا نه ده، چې هنر ته رد بد ونه ویل شي، بلکې هنر ته هله په درنه سترګه کتل کېږي چې کار ورته وشي او د ټولنې د اړتیا په اساس هنر وپنځول شي.

هغه وخت به مو هنر ته سپکاوی نه وي کړئ. لکه یو لیکوال په کلي کې ژوند کوي، خو د کلي له ټولو عاداتو او دودونو سره عادي وي، ځکه هر څه د کلي د فرهنګ تر اغېز لاندې وي، خو کله چې ښار ته ولاړ شي، له کلي سره د ژوند توپیر درک کړي، هغه افکار چې په کلیو کې تکفیرېږي په خپلو سترګو وګوري او ووایي چې په دې کې خو د کفر او بې لارۍ کوم اړخ نشته. نو هلته وي چې لیکوال له عادي حالته راووځي؛ دا ذهني بدلون یې له نوي حالت سره مخ کړي او د دې په لټه کې شي چې د ښار او کلي تر منځ یو ډول همغږي رامنځته کړي. لیکوال چې د همدې همغږۍ د رامنځته کېدو په لټه کې شي، بیا نو د لیکوال فکر وغوړېږي. نو له ټولنې، خلکو او خپل هنر سره مرسته وکړي او هنر د یوه مثبت بدلون د راوستلو لپاره وکاروي هماغه وي چې د ټولنې په مثبت بدلون کې هنر ونډه واخلي او خلک هنر او هنرمند ته په درنه سترګه وګوري.

د هنر اغېز د هنرمند په لاس کې دی، که چېرې هنر سم وکاوري، نو هنر به په ټولنه مثبت اغېز وکړي خو که د دې برعکس یې وکاروي بیا نو د هنر له اغېزه باید هیله وشلوو. مثلا زموږ په ښوونځو کې له لیکوالۍ او شاعرۍ سره د زده کوونکو مینه له منځه وړل کېږي، ځکه زموږ په ټولنه کې دا تصور عام شوی دی، چې هنرمند پیسې نه شي ګټلی خو انجینر دا کار کولی شي، هنر د پیسو لاسته راوړلو څیز نه دی.

که څوک د لیکوالۍ یا هم شاعرۍ ذوق ولري غوره ده، چې وهڅول شي ځکه یوازې انجینرانو او ډاکټرانو ته زموږ اړتیا نشته بلکې موږ هنر او هنرمند ته ډېره اړتیا لرو؛ ځکه چې د ټولنې د پیاوړي او بډایه فرهنګ درلودنکي مو همدا هنر او هنرمند کولی شي. په پخواني یونان او مصر کې چې تر ننه یې په فرهنګونو خبرې کېږي، د نورو کسبګرو ډېره یادونه کېږي که د هنرمندانو، د هغوی په پېژندګلوۍ کې له موږ سره چا مرسته کړې ده؟ بې له شکه چې هنر هغوی موږ ته راپېژندلی دي.

د ملت د بقا لپاره هنر یو نایابه څیز دی. دا چې د یو فرهنګ په پېژندلو کې هنر مرسته کولی شي په ټولنه یې اغېز تر هر څه ډېر وي. هنر دی، چې د ټولنو د خلکو تفکر بدلوي، دا کار له بله هر څه نه هنر ښه تر سره کولی شي. که چېرې هنر په یوه مثبت تعبیر وکارېږي، بیا نو د خلکو ورسره مینه پیدا شي، دا مینه د دې سبب کېږي، چې د مثبت بدلون هر کړنه بیا خلک څنګه چې د هنر په ژبه راځي هماغسې عملي کړي. کله چې په ټولنه کې د هنر ریښې پخې او خلک له هنر سره همغږي شي بیا نو هنر هر ډول فکري انقلاب ته لار هوارولی شي. او د هر ډول مثبت بدلون په رامنځته کولو کې پوره ونډه اخلي.