په ټک ټاک بندېز، مشهورې پاکستانۍ ټک ټاک ستورې جنت مرزا عکس العمل ښکاره کړ

د پاکستان حکومت د ويډيوګانو خپرونکي مشهور اپليکېشن ټک ټاک باندې تېر ورځ بندېز لګولى دى، په ټک ټاک د بندېز لګولو وروسته مشهورې پاکستانۍ ټک ټاک ستورې جنت مرزا هم پرې خپل عکس العمل ښکاره کړى.

د پاکستان د رسنيو د څار اداره وايي، چې د خلکو له شکايتونو وروسته يې په ټک ټاک بندېز ولګاوه.

خو د ټک ټاک څخه مشهوره شوې جنت مرزا بيا وايي، چې د پاکستان حکومت دا پرېکړه غلطه ده، چې په ټک ټاک بندېز لګوي، بلکې نورې لارې چارې دې ورته ولټوي.

جنت مرزا وايي، چې ټک ټاک په ولسي کچه يو ښه اپليکېشن دى او دې اپليکېشن ته هر څوک لاسرسى لري. هغه وايي، چې ډېرى ځوانانو خپلې وړتياوې د دې اپليکېشن په مرسته راښکاره کړې او د ډېرو خلکو لپاره د پېسو ګټلو ذريعه هم شوه.

هغې په خپلو خبرو کې دا هم ومنله، چې په ټک ټاک کې ځينې ستونزې هم شته دي چې خلکو ته يې تاوان رسېږي، خو د دې مطلب دا نه دى چې په دې اپليکېشن دې په بشپړ ډول بندېز ولګول شي.

جنت مرزا د پاکستان د رسنيو د څار ادارې ته وړانديز کړى دى، چې په ټک ټاک دې بندېز نه لګوي، بلکې د کارولو لپاره دې يې ورته سخت اصول او قوانين جوړ کړي.

د يادولو وړ ده چې ټک ټاک د افغانستان، هند او نورې نړۍ په ګډون په پاکستان کې هم ډېر کاروونکي لري، چې د جمعې په ورځ پرې د حکومت له لوري بندېز ولګول شي. د پاکستان دې چارې د هغه خلکو غبرګون راپورته کړى دى، چې په ټک ټاک کې ډېر فعاليت کوي. له پرون راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې هم د پاکستان د رسنيو د څار ادارې په دې پرېکړه خلکو سخت غبرګون ښکاره کړى دى.

کاپي هنرستان…