په پاکستاني ځواکونو ننني ځانمرګي برید کې دلسو زیات کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

دلومړنیو معلوماتوله مخې چي نن سهار مهال  د خیبرپښتونخوا پیښور ښار د حیات آباد په سیمه کې دپاکستان د امنیتي ځواکونو په موټر انتحاري برید وشوچي په کې ۹کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چي هغوی کې دوه ځای په ځای مړه اونورټپیان شوی دي.

د پیښور  پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  چاودنه  دومره  زوروره  وه چې غږ يي په لرې پرتو سیمو کې هم اوریدل شوی دی.

د پیښې نه سمدلاسه وروسته  د ژغورنې او روغتیایي ډلې سیمې ته ورسیدې او د پيښې ټپیان يي  د کمپلکس  روغتون ته انتقال کړل.

پولیسو ویلي دي چې  تر اوسه پورې دا معلومه نده چې برید د چا لخوا شوی دی  خو د پیښې په اړه پلټنې پیل شوي دي.

داپه داسي حال کې چي تیره ورځ پآکستاني پوځيانو دهمدې ایالت په قبالی سیموکې دخیبر۴ په نوم نوې عملیاتو دپیل خبر ورکړی دی،خو افغان دولت د دوی دې عملیات مخالفت کړی چي دوی دې په لویو ښارونو کې عملیات وکړي