په پاکستان بلوچستان کې دپوځ او وسله والوترمنځ نښته شوې

پاکستان په بلوچستان ایالت مستونګ کې دوسله والو اودپاکستاني پوځي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چي دواوړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

دپاکستان د پوځي مطبوعاتو دفترد رسنیوسره دخبرو په مهال وویل چې د دوی ځواکونو دځانګړو تصفیوي څارنواوعملیاتو په مهال ۱۲وسله وال وژلي ،خودوی دا اعتراف هم کوې چې دغه برید دهغوی د۲افسرانو په ګډون پنځه تنه پوځیان هم وژل شوي دي.

دفوځ مطبوعاتي سرچینې ویلي دې چې په عملیاتوکې هغه موټرهم نیولې شوي چي څو ورځې وړاندې دکوټې له سټیلاېټ ټاون څخه په کې دوه چینايي ماشومان تښتول شوي و،خونور څه په لاس نه دي ورغلي.

بل خوايي ځايي اوسیدونکو رسنیوته ویلي چې وسله والو ورسره ترډیره جګړه کړې اوسیمه کې اوس خال ،خال ډزې کیږي ،هغوی وايي چي دې برید دوسله والوپه ګډون پوځيانوته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خوهغه کم ښيي.

خو تراوسه وسله والوپه دې اړه څه نه دي ویلي.