په پاکستان کې ددوه تنو سرشمیرنې کارکوونکوپه ګډون ۱۱تنوته مرګ ژوبله اوښتې

 

 

دپاکستان په کرمې ایجنسۍ کې په یوه موټردسړک دغاړې ماین چاودېدلی چي په کې ۱۱تنوته مرګ ژوبله اوښتې  او دوه تن دسرشمیرنې افسران هم په کې وژل شوي دي.

ځايي پولیس وايي چي یادبس دسپارلیو و،خوپه کې څوتنه دولتي کارمندان هم ناستو و هغوی وای چي ۶ تنه وژل شوي اوپنځه نوریې ټپیان شوي دي.

ځای رسنۍ وايي چي یو مسافر وړنکي موټر چي دولتي اوغیردولتي کسان په کې سپاره و ،دوی دکورمې ایجنسۍ دپاړاچنار څخه دګودر  سیمې په لور روان وچي  یاده پېښه رامنځ ته شوه ،هغوی وايي چي چاودنه ډیر زوروه وه بس یې ویجاړ کړ اوپه کې سپاره ۶کسان ووژل شول اوپنځه نور سخت ټپیان دي .

دوی وايي چي سیمې ته امنیتي څارونکي رسیدلی اوسیمه یې په خپل واک کې اخیستې ده ،دهغوی په ګومان چي ماین په سیمه دوسله والوطالبانو لخوا ښودل شوی دی،هغوی داهم ویلي چي ماین دریموټ کنټرول په واسطه له لیرې ځایه رهبري شوی دی.

ځايي چارواکي وايي چي ټپیان یې ځایی روغتون ته رسولې ،خو دځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی چي ټپونه یې ډيرژور دي.

یاده دې وي چي پاکستان کې هغه مهال دچادونو او مرګ ژوبلو لړۍ لا زور اخلي چي کله په افغانستان کې دجګړې بهیرټکنی شي تیره ورځ بلوچستان په سیمه کې ۷تنه پاکستاني پوځيان ووژل شوي اونن په کورمه جنسي کې ۱۱تنوته مرګ ژوبله واوښته ،له همدې امله کارپوهانو دافغانستان ثبات دپاکستان لپاره مثبت بللی دی.

 

دامریکا دفاع وزیر:ترهغوبه یو ترڅو دافغانستان جګړه پای ته رسیږي

 

دامریکا دفاع وزیر ویلي چي روان ۲۰۱۷کال به د ورته پېښوپه رامنځته کیدولو سره ترټول سخت کال وي.

په همدې اړه دامریکا دفاع وزیر تیره ورځ په کابل کې دنړۍ والو ځواکونو مشر جنرال جان نیکلس سره دخبرو په مهال ویلي چي امریکا اونړۍ به له افغانستان سره دتلپاتې همکارۍ په ډول خپلو مرستوته دوام ورکوي.

هغه زیاته کې چي داکال دافغان ځواکونو اونړۍ والوپوځ لپاره سخت کال دی ،خو دوی ورسره هرډول ممکنه مرستې کوي او وضعیت په له نزدې څارې خو هغه داهم ویلي چي څوک په افغانستان دنړۍ والې ټولنې خلاف وي هغوی دافغانستان راتلوونکي نه غواړي دوی هغوی ددې درځ دښمنان وايي.

دامریکا دفاع وزیر افغان ولسمشراوپوځي چارواکووته ډاډ ورکړ چي د دوی ماموریت لا پای ته نه دی رسیدلې ترڅو افغان دولت په پښو نه وي درېدلی اوبهرني مداخلومخه نه وي نیول شوې،خو ولسمشرویلي چي جګړه کورنۍ نه ده له بهره رهبري کیږي اوموخې نړۍ والې دي،خوپه کې سوځي افغانان.

داپه داسي حال کي تیره جمعه دوسله والو دلیز برید په بلخ کې نړۍ وال هم وخښمول او د دولت سره دهمکارۍ تازه کولو ژمنې وکړي ترڅو له افغانستان څخه دپردو لاسونه لنډ کړي.