د لومړنیو معلوماتو له مخې د پيښور د متني په سیمه کې د سولې د لښکر په مشر ارشاد احمد خونړی برید وشو.
په برید کې د ارشاد احمد سربیره د هغه درې تنه ساتوونکي هم وژل شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې د سولې د لښکر مشر ارشاد احمد باندې د متني سیمې په بازار کې د نامعلومو کسانو لخوا برید شوی چې برید کوونکي د پیښې د ځای نه په تیښته بریالي شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې دا لا معلومه نده چې په ارشاد احمد خان د چا لخوا او ولې برید شوی دی
پولیسو ویلي دي چې د نوموړې پیښې نه وروسته د برید کوونکي یا برید کوونکو د نیولو په خاطر په سیمه کې پراخه د پلټنې عملیات پیل شوي دي.