په پاکستان کې د عمران خان پلویانو او پولیسو ترمنځ شخړه شوې

د رسنيو د راپورونو له مخې، ‏د پاکستان پولیسو په لاهور ښار کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د کور مخې ته، د هغه له پلویانو سره نښته کړې ده.
دغه شخړه هغه وخت رامنځ ته شوې، چې پولیسو د عمران خان د نیولو هڅه کوله. د پاکستاني چارواکو په وینا په دې نښته کې ۱۲ پولیس او د عمران خان لږ تر لږه ۳۵ پلویان ټپیان شوي دي.