په پاکستان کې د ورکو کسانو په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي

که څه هم تر دې وړاندې په پآکستان کې د ورکو کسانو په تېره بیا د پښتنو د برخلیک په اړه خلکو خپل غږ پورته کړی خو اوس دا دی د پاکستان یو شمېر پوهانو او روڼ اندو هم له پوځ څخه غوښتنه کړې چې ورک کسان دې را پیدا کړي.

دوی وايي په پآکستان کې د نظر شریکوونکي او د حق غوښتنې مدافعین په لوی لاس ورک کړای شوي دي.

د پاکستان دغو مدني فعالانو وېره څرګنده کړې چې په دې کار سره به د پاکستان د خاورې تمامیت ته ګواښ متوجه شي.

د پاکستان مدني فعال کامران عارف امریکا غږ اردو څانګې سره په مرکه کې ویلي چې تر ډیره د کسانو د ورکیدو مسله د پاکستان په پوځ آی ایس آی ور اچول کیږي چې باید پر وړاندې یې غږ پورته شي.

په ورته وخت کې د وژل شوي پښتون ځوان نقیب مسود د کورنۍ یو غړی نور رحمان وايي دوی ته شکونه را ولاړ شوي چې راو انوار ولې پوځ له خپل ځان سره ساتلی و او تر محکمې وروسته ولې د را انوار قضیه چوپه پاتې شوې ده.

دغه پوهانو او مدني فعلانو په داسې حال کې د ورکو کسانو د بیرته پیدا کیدلو غوښتنه کړې چې همدا اوس په کوزه پښتونخوا کې پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونه پلویانو ولسي پاڅون کړی او د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره یې غږ پورته کړی.

جمشید ملکزی