په پاکستان کې په دوه بیلابیلو بریدونوکې ۶ افسران ووژل شول

 

پاکستاني چارواکي وايي، تیره  ورځ په دوو بېلابېلو وسله والو بریدونو کې د پولیسو ۶ افسران ووژل شول.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو یوه افسر عارف خان وویل

دعارف په نوم دخیبر پښتونخوا دپولیسو یو مشر وايي، وسله والو د پیښور ښار په جنوب کې د پولیسو څلور افسران چې له یوې ګزمې بېرته ستنېدل، په ډزو ووژل.

ددې برید مسولیت دپاکستاني طالبانو یوې څانګې جماعت الاحرار پر غاړه اخیستی دی.

په یوې بله پېښه کې موټر سایکل سپرو وسله والو په کراچۍ کې د پولیسو پر یوه موتر حمله وکړه چې دوه افسران یې په کې ووژل شول.

ددې برید پړه بیا داعش پورې تړلې لشکر جنګوي ډلې د کراچۍ د برید مسؤلیت منلی دی.