په پښتو شعر کې ښځینه احساس

عابده سپوږمۍ

وایي چې شعر د دزړونو درد دی، هغه خبرې چې درد ولري او له سوزه ډکې وي او یو ډول عاطفي تړون رامنځته کړي نو شعر یې بللی شو، هغه درد چې د شعر په ژبه له زړه راوځي ښه لګیږي او په ډیرې اسانۍ سره د زړونو تل ته لاره مومي او لکه د درمان غوندې په دردیدلو زړونو منګلې لګوي.
دا د هر انسان په ذوق او احساس پورې تړلې خبره ده او د شاعر په مهارت پورې اړه نیسي، چې څنګه کولای شي چې د زړونو دردونو ته یو ښکلی، ټولخوښی او هنري ټړون ورکړي تر څو لوستونکي او اوریدونکي پکې ځان وویني او خپل ذوق پکې پیدا کړي.
د زړه خبرې په شعر کې کول که له یوې خوا مهارت دی خو له بلې خوا یو اخلاقي جرئت هم غواړي، چې له نیکه مرغه به ووایو چې زمونږ د ټولنې نارینه قشر د ښځینه په پرتله ډیر برلاسي دي، نارینه کولای شي چې د خپل زړه خبرې او موخې په ښه ډول او جرئت د شعر په تارونو وپیایي او خپلې ټولنې ته یې وړاندې کړي، خو له بده بخته به ووایم، چې پښتني ټولنه کې د ښځينه شاعرانو دغه ډول جرئت بیا کم رنګه دی.
دا به غلطه وي، چې ووایم پښتنې شاعرانې به د خپل احساس د شعر کولو هنر نه لري، یا به نه شي کولای چې خپل د زړه احساس په شعر کې وکاروي، خو دا چې نه یې کوي یوه پوښتنه خو ده، چې ولې؟
ښځینه شاعرانې هم لکه د نارینه شاعرانو په څیر له یوه درمن احساس له مخې شاعري کوي او په پښتنې ټولنه کې خو دا ډیره سخته ده، چې یوه ښځه دې له خپل زړه هغه څه راوباسي، چې له مخې یې شعر ویلو ته مجبوره ده شاید ډیر لاملونه هم ولري.
لومړی خو دا چې ښځینه شاعرانې لکه وړاندې مې چې یادونه هم وکړه، ځاني ځان په ټولنه کې مجبور ګڼي او هغه احساس چې دا یې له مخي شاعري کوي نشي وړاندې کولی او دا حق په لوی لاس له لاسه ورکوي او کله چې د شعر په لیکلو شروع کوي نو خپل اصلي احساس ته نورې جامې ور اغوندي، اکثره یې حماسي شاعري کوي او د خپلو خلکو او وطن په اړه ساندې او یا هم له غمه ډکې مرثیې لیکي.
بله شاید دا وي چې ټولنه مو د دې ډول خبرو کولو او اوریدلو ته حوصیله نه لري او نه غواړي چې پښتنې شاعرانې دې د خپل زړه دردونه او احساسات وپنځوي او د هغه څه جرئت دې وکړي چې د دې په زړه کې دي خو دا فکر هم سم دی او هم ناسم، سم په دې دی چې زمونږ په پښتني چاپیریال کې ښځې باید یو ډول محدود ژوند ولري، د خپلو مخونو په شان باید خپل احساسات هم پټ او خوندي وساتي، نو ښځینه شاعرانې اړ دي چې د خپل زړه دردونه په زړه کې ښخ کړي چې دا هم زمونږ د ټولنې د شته واقیعتونو یو تریخ حقیقت دی.
ټولنه مو داسې ښځینه شاعرانې هم لري چې تر یوې اندازې ورته په خپل شعر کې د خپل احساس وړاندې کولو چاره یو څه اسانه ده او کولی شي چې خپل احساس په یو نه یو شکل انځور کړي خو د دا ډول شاعرانو شمیر د ګوتو په شمیر دی او یا هم په نورو نومونو یې دغه چاره ځانته اسانه کړې خو په ټوله کې د پښتنو ښځینه شاعرانو لپاره بیا دا چاره د تر سره کولو وړ نه ده.
هسې خو به په پښتو شعر کې د ښځینه احساس څرکونه ډیر تر سترګو شي خو دا به هم د پښتو نارینه شاعرانو له برکته وي چې د اړتیا له مخې له نیکه بخته په پښتو شعر کې د ښځینه احساس شتون شته خو دا چاره د ښځو له خوا خورا کمزورې ده.
نو پکار خو دا ده چې خپله پښتنې شاعرانې په خپلو شعرونو کې د خپلو احساساتو انځورولو چاره پخپله وکړي نه یواځې دا چې دا اړتیا به مو پوره وي بلکې شاعرانې کولی شي چې خپل احساسات په ډیره ښه توګه وړاندې کړي او دا چاره د پښتو شعر او ادب لپاره د یوې اړتیا په ډول په پام کې ونیسي.