په پښتو ژبه کې د مستعارو لغتونو(پور وییونو) کارونه

پښتو ژبه د نړۍ د مختلفو ژبو غوندې د مستعارو لغتونو څخه کار اخلي . دا ځکه چې په نړۍ کې داسې ژبه نشته ، چې ټول لغتونه یې د خپلې ژبې اصلي لغتونه وي .

په مستعار ډول د بلې ژبې څخه د لغاتو د اخیستو ډول به یا لغوي وي یا به مورفیمي وي یا به د لغت جوړېدنې تیپ وي . هغه چې پوره لغت د بلې ژبې څخه اخیستل کېږي ، لکه – تېمه ، فورمه او داسې نور لغات په هغه ژبه کې چې ورغلي دي په خپل پخواني حال پاتې کېدای نه شي ، هم یې په غږ او هم یې په معنی کې اوښتون پېښیږي . په دوهم ډول کې د لغت مورفیمي رغاونه او د مورفیم معنی د استعارې په ډول اخیستل کېږي . په دغه حال کې مورفیم معنی کېږي او معنی یې د استعارې په توګه اخیستله کېږي . نه د دغه مورفیم غږ . دغه مورفیمونه چې کومې ژبې ته په مستعار ډول ورننوځي ، په دې وخت کې مورفیم د هغې ژبې له خوا چې دغه مورفیم یې د مستعار مورفیم په ډول اخیستی یوازې دومره کېږي چې دغه مستعار مورفیم د خپلې ژبې د کوم مطابق مورفیم په واسطه ترجمه کړي او غږ یې نه اخیست کېږي دغه مستعار توب ته ( کالکۍ ) ویل کېږي چې د فرانسوۍ ژبې د ( Calqued ) څخه اخیستل شوی چې معنی یې په شفاف او روڼ مخ باندې کاپي کونه او رپېدنه ده . په پښتو ژبه کې هم د ( کالکۍ ) په ډول مستعار لغتونه شته ، لکه : ورځپاڼه ( روزنامه ) ، پرمختګ ( پیشرفت ) ، ځمکه پېژندنه ( جیولوجې ) . هغه لغتونه چې د بلې ژبې څخه په مستعار ډول اخیستل کېږي تر پایه پورې د خپلې ژبې خواص ساتلی نه شي ، دغه ډول لغتونه ، ژر وي او که وروسته ضرور د اخیستونکې ژبې غږیز ، مورفولوجیکي او معنوي خواص ځان ته غوره کوي ، لکه : په پښتو ژبه کې کمیس ، سوله او داسې نور چې د عربي ژبې څخه اخیستل شوي او اوس د پښتو ژبې غږیز ، مورفولوجیکي او معنوي خواص یې ځان ته غوره کړي چې پښتانه یې داسې ادا کوي ، لکه د خپلې پښتو ژبې اصلي لغتونه په همدې ترتیب په پښتو ژبه کې نور ډېر لغتونه موندل کېږي چې د پښتو ژبې د نورو لغاتو ( اصلي لغاتو ) په څېر اوښتي او یا په دې هڅه کې دي چې د پښتو ژبې د اصلي لغاتو په څېر واوړي ، لکه – دفتر ، معنی ، خفه او داسې نور چې غږیزه بڼه یې د پښتو ژبې د اصلي لغاتو په ډول شوې ، یوازې په لیکلو کې یې خپله پخوانۍ بڼه لا تر اوسه پورې په زیاترو مواردو کې ساتلې ، مګر ځینې لیکوالان یې په پخوانۍ اصلي بڼه نه لیکي بلکه د پښتو د نورو لغاتو په څېر یې د تلفظ په اساس لیکي ، لکه ( دوتر ، مانا ، خپه ) . همدارنګه په پښتو ژبه کې ډېر مستعار لغتونه شته ، چې د پښتو ژبې قوانینو داسې تابع کړي ، چې د مستعارو لغتونو ګومان ورباندې هېڅ نه کېږي .

د یوې ژبې نه بلې ژبې ته د لغاتو تګ د مختلفو ژبو ویونکو د اقتصادي ، سیاسي ، کلتوري او د ژوندانه په نورو برخو کې د تماس درلودنې له مخې منځ ته راځي . دغه تماس درلودنه به یا طبقاتي خاصیت لري او یا انفرادي ، یا به سولیز اړخ لري او یا به د جنګ له مخې وي . د مستعارو لغاتو تګ د یوې ژبې نه بلې ژبې ته به یا دوه اړخیز وي او یا به یو اړخیزه . د لغاتو مستعار توب به یا مادي وي او یا به معنایزه خوا لري .

په مادي مستعارتوب کې یوازې معنی نه اخیسته کېږي غږ او لیکلې بڼه یې هم اخیسته کېږي .

هغه مستعارتوب چې معنایز اړخ لري په دې کې د لغتونو مادي خوا نه اخیسته کېږي بلکه معنی یې اخیسته کېږي .

په دوی کې به یا داسې وي چې لغات به د یوې ژبې نه بلې ژبې ته د خبرو له لارې تللي وي او یا به په لیکلي ډول . په شفاهي ډول او د خبرو له لارې مستعارتوب د تېرو پېړیو له خصوصیاتو څخه ګڼل کېږي په تېره د هغو وختونو چې لیک لا پیدا شوی نه ؤ ، یا دا چې ښه لا خپور شوی نه ؤ . په اوس وختو کې په شفاهي ډول مستعارتوب په هغو ځایو کې منځ ته راځي چې د بېلوبېلو ژبو ویونکي سره نږدې د کور او کلي په ډول استوګنه لري او د ژوندانه په ډېرو برخو کې پرته د سیستماتیکې لیکنې خپلې اړیکې سره په شفاهي ډول ساتي . هغه ډول مستعارتوب چې په لیکلي ډول منځ ته راځي د نورو ژبو د کتابونو ، اخبارونو ، مجلو او نورو مختلفو آثارو د لوستلو او مطالعې له لارې د لوستونکو او مطالعه کوونکو ژبو ته ور ننوځي.

د دري ژبې مستعار لغتونه:

دري مستعار لغتونه هغه لغتونه دي چې په ډیره زیاته پيمانه پښتو ژبې ته راننوتي دي چې د دري مستعار لغتونو د راننوتو علت د پښتو ژبې ته د سیاسي ، کلتوري ، فرهنګي اړیکو سبب دی د مثال په توګه په کابل او ځینو نورو ولایاتو کې رسمي تدریس په ښوونځیو او پوهنتونونو کې په زیاته کچه د ډېر پخوا زمانو څخه په دري ژبه لوستل کېږي . او د پښتنو اوسېدل د دري ژبو په مناطقو کې د دې سبب شوی دی چې ډېر زیات دري لغتونه په پښتو ژبه کې راګډ شوي دي چې تل استعمالېږي او د استعمال وړ لغتونه وي . لکه:

کمربند،باران،دستګیر ،پله ،دېګ،چور،دفتر،قلف،دروازه،دستکول،تقدس،دېوان،حاضري ،تقسیم،برق،کرم،زخیره،کتابچه،صرف،تنها،مشکل،چارتراش،سوق،جارو،پرچمروان ،باغ،روی پاک،ماشین،مېز،زور،بدن،دوکان،قوم،ابروچینک،استاد،رستم،فن،سه شنبه،جلب،تېزاب،لوله،جنجال،چوکۍ،محصول،محترم،محصل،خوشبو،بلبل،دستکش،جګرخون،غمګین،دستمال،چای جوش،جسم،یخ،بوجې،شهر،فروشګاه،کباب،مواد،بیل،نزاکت،شنبه،پنج شنبه،عمیق،کاسه،ورق،جالةچاینک،خط،کمان،زنانه،،طفل،کودکستان،قلم،قیام ،یکشنبه،کوزه،برنامه ،شعبه،جنګ،فکر،علم،ماسول،شاګرد،خسته،سدحد،بکس کار،هفت رنګ،سرک،پلو،تربیه،قرن،دوشنبه،قانون،کارګر،مرمی ،نانوا،نانوایی،دواخانه ،خرکار،جوالي،ګل کار،دستک،پارو،کناراب،خاک انداز،پس کوچه،ګلخانه،سردرختي،کشمش،چارسو،سنګتراش،آرایش،رېزش،ورزش،ورزش کار،خواهش،هواخوري،رفت وآمد،کپی کشی،نلدوانی،دولچه،چندان،بهتر،اګر چه،برف کوچ،اوبازي،خسته،شمداني،سګرت دانی،خاکستردانی،سرمېزي،بالاپوش،آهن چادر،اودان،هویلي،سرکوب،کله کشک،پیاده رو،پایه،دودکش،روجایي،کالاشوی،پشتي،دارایي،نادار،ناداري،سرپرست،دلدار،وطن پرست،خود پرست،خود خواه،خود داري،خوشبین،بدبین،شیرګرم،شیر،یخت و پز،کاه ګل،سیم خاردار،رنګمالي،کوچ کشي،بز کشي،بغل کشي،خود کشي،چاردېوالي ،سازش،نامزد،طلبګار،خواستګاري،پایوازي ،شیر برنج،سمبوسه،مرچ داني ،ګلدانۍ،کاغذ پران،خطکش،شیر چوشک،جان پاک،دست پاک،حمل،بې ګناه او داسې ډېر نور چې دلته یې لیکل ډېر ځای نیسي.

د عربي ژبې مستعار وییونه یا لغتونه:

پښتو ژبې ته د عربي نه ډېر زیات لغتونه په مستعار ډول راغلي دي او زیاتره عربي لغتونه ، پښتو ژبې د دیني ، فلسفي ، منطق ، مفاهیمو او همدارنګه د نورو مختلفو علومو او ټولنیز ژوند له لارې په مستعار ډول اخیستي دي ، هغه مستعار لغتونه چې په لومړیو وختو کې د عربي ژبې نه پښتو ژبې ته راغلي دي ؛ د دین او اسلام د خپرولو د پاره او د جګړو په باره کې دي . لکه : اسلام ، دین ، غازي ، جهاد ، خلق ، جنت او داسې نور. د عربي ژبې څخه د مستعارو لغتونو راتګ په پنځلسمه پېړۍ کې زیات شو او دغې لړۍ د نولسمې پېړۍ تر پایه پورې دوام درلود .

پښتو ژبې ته عربي لغتونه زیاتره د کتاب له لارې راغلي دي او ډېر لږ لغتونه د وینا له لارې ، د پښتنو او عربو د تماس په واسطه راغلي دي . په پښتو ژبه کې چې عربي لغتونه په مستعار ډول استعمالېږي په خبرو کې خو زیاتره د پښتو د خپلو لغتونو په څېر اوړي مګر په لیکلو کې دغه حرکت دومره زیات نه دی ، خو احتمال شته چې د عربي ژبې لغتونه پکې د خپلو لغاتو په بڼه ولیکل شي لکه ( خلک – خلق ) ، ( کلا – قلعه ) ، ( سات – ساعت ) او داسې نور . دا هم باید وویل شي چې ځینې مستعار عربي لغتونه شته چې د پښتو ګرامري قوانینو په لحاظ داسې تابع او ځای شوي چې د مستعار لغتونو ګومان پرې نه کېږي . د عربي لغتونو نمونه دا ده : دولت ، حکومت ، قانون ، سیاست ، محکمه ، حاکم ، محکوم ، ایمان ، صبر ، ظلم ، ثمر . او په سلګونو نور ، خصوصاْ په هغو لغتونو کې چې د عربي ژبې مخصوص غږونه موجود وي عربي مستعار لغتونه ګڼل کېږي .

په پښتو ژبه کې عربي مستعار لغتونه خورا ډېر دي خو مونږ یې د مثال په ډول یو څو لغتونه لاندې ذکر کوو .

دولت ،مسئله ،محبت،حاجت،حلقه ،مال،مردار،حکومت،غربت ،شفقت،مساله،ریاست،حلال ،.ملت،احتیاج ،وکالت،وکیل،رییس،طبیعت،جمهوریت،محتاج ،عجز ،زحمت،رضا       ،راضي،قاضي،مفتي،زالي،کتاب،ساعت،لغت،جسم،جنس،طبیب،طب،جهان،مملکت،مومن،پادشاه ،حکمت،منطق،علم او داسې نور

د هندي ژبې پور(مستعار)لغتونه :

د تجارتي ، اقتصادي او کلتوري اړیکو له مخې یو شمېر زیات هندي لغتونه په پښتو ژبه کې استعمالېږي .

هغه لغتونه چې د هندي ژبې څخه پښتو ژبې ته په مستعار ډول راغلي دي ځینې یې دا دي :

څوکۍ ، کالي ، المارۍ ، فیته ، ډله ، بګۍ ، چترۍ ، ډهل او داسې نور ….

په پښتو ژبه کې د والا سوفیکس چې د لغت جوړونې له مخې ډېر فعال سوفیکس دی هم د هندي ژبې څخه راغلی دی . لکه : ګاډۍ والا ، ډهل والا ، ګهړۍ والا . …

چوکۍ ،المارۍ،کالي ،فیته ،ډله ،چاچي ،پته ،چل ،بوج،چالان،چلیدل،جولا،بګۍ،سوچ،سینه ،مزه،ګینټه،بجه،جګړه،بچ،بچت او یا هم لکه: موټر والا،کاغذ والا،قلم والا،ګیري والا،واسکټ والا،کورتۍ والا،بکس والا،بایسکل والا،ټوپ والا،څوکۍ والا،کور والا،کانتین والا،ځمکې والا،ټوپک والا او یا لکه: بارش،چوټي ،بیجلۍ،سکوټر،تابعدار،تابع،سیکل،بېټک،پاګل،چیني،رومال،ناشته،زبردست،میټایي،ګلاب جامن،کاپي،امروت،سوچ،لوپټه،شکریه،قهوه،تصویر،شاپر،حجامت،ګیس،ګیس ډبه،می،ډبل سلایي،سنګار،موسم،ټانګه،ضرورت،خیال،اجازت،روزانه،پیاله،چاپي،ټوپي او داسې نور.

دا چې انسان په خپله یو ټولنیز موجود دی،له ټولنې پرته یا له ټولنې څخه لرې یې ژوند ګران او محال دی،همدارنګه ژبه هم چې د پوهولو او راپوهولو یوه ښه وسیله ده د نړۍ د بېلابېلو کلتوري اړیکو د اتصال مزي ته ورته ده،پور وییونه د مختلفو عواملو له کبله په ژبو کې ایجاد او عام شوي دي،چې په دې کې هم د الله تعالی ستر حکمت پروت دی.او د ځمکې د بېلابېلو قشرونو د نژدیوالي باعث هم ګرځېدلی شي او ممکن ډېرې نورې مزایاوې به هم پکې وي.

پای

ليکوال: عبدالله ابن مبارک احمدزی