په پښتو کې د ژباړو نېستي

لیکوال: بارکوال مياخېل

په بشري ټولنه کې که د ژباړې دود نه واى او د انسانانو لرغونى علمي ميراث يوې بلې ژبې ته نه واى ژباړل شوى، نو نه يواځې به انساني عقل او سوچ دومره وده نه واى کړې، بلکې نړۍ چې د فلسفې او ساينس په اوږو تر اوسنۍ زمانې را رسېدلې او د ټيکنالوجۍ تر برېښنايي زمانې يې سفر را کړى دى، دا کاروان هم ممکن د جهالت او اسطوروي باورونو په کومه لرغونې تياره دښته کې ايسار پاته واى، خو انسان چې د خپلې محدودې پوهې په مرسته د ژباړې چل زده کړ او خپل شفاهي او ليکني (تحريري) ادبيات يې د خپلو اړتياوو په اساس يوې بلې ژبې ته واړول، نه يواځې يې د مځکې پر مخ، بلکې د کاييناتو په هغو ګوښو کې هم د مالوماتو د لاس ته راوړلو سفر ته دوام ورکړ، چې تر هغه پخوا دوى په بشپړه توګه ورڅخه ناخبره وو. “يو چا ريښتيا ويلي دي چې که ژباړه نه واى دود شوې نو نړۍ به د ګونګيانو په يوه کلي بدله شوې واى” )١(.

په پښتو ژبه کې د ژباړې تاريخ شاوخوا يوولس سوه کلونو ته رسېږي، د «لرغوني پښتانه» په اساس لومړۍ مالومه ژباړه د ابو محمدهاشم سرواني (٢٢٣هـ- ٢٩٧هـ ق) هغه منظومه ژباړه ده، چې د خپل عرب استاد شعر يې پښتو ته منظوم را ژباړلى وو)٢(، نو په دې حساب که و ګورو پښتو ښايي په ژباړه کې هم تر ډېرو ژبو زوړ تاريخ ولري، خو که يې د کميت او کيفيت له پلوه و ارزوو او پښتو ته له نورو ژبو را شوې ژباړې زموږ له څنګلوريو ژبو سره پرتله کړو، نو فکر نه کوم چې له محدودو ادبي او ديني آثارو پرته دي د علم په نورو برخو کې سيالي ورسره وکړاى شي. څو پېړۍ پخوا چې په پښتو کې د ژباړې کار ته په پراخه پيمانه ډېره توجه نه ده شوې او يواځې په هغو علومو کې محدود آثار را ژباړل شوي دي، چې خلکو ورته اړتيا لرله، يو علت يې کېداى شي دا وي چې د پښتنو په وطن کې د علم دومره سرچينې نه وې او نه د خلکو پوهه تر ديني علومو لوړه وه، خو څومره چې پښتانه له کليوال ژونده ښاري ژوند ته راغلي دي، نو د ژوند اړتياوې يې هم ورسره زياتې شوې دي او نويو علومو ته يې لاسرسى موندلى دى، ځکه يې نو د خپلو علمي اړتياوو د پوره کولو لپاره د تخليق تر څنګ څه نه څه ژباړې هم کړې دي او دې بهير په شلمه پېړۍ کې هله پيوند اخيستى، چې په بهرنيو ژبو د پوهېدونکيو پوهانو او اديبانو پام ور اوښتى او د يوويشتمې پېړۍ په پيل کې خو تر بل هر وخت ژباړې ته زياته توجه اوښتې، مګر بيا هم څومره چې اړتيا ده په هغه اندازه د ژباړې علمي ارزښت ته په پام سره په دې برخه کې ډېر لږ کار شوى او کېږي او هغه هم محدود خلک د خپل ذوق په اساس هغه وخت کوي، چې وخت ورته ولري.

په يوه ژبه کې د لوړ معيار علمي او ادبي آثار هم هغه وخت او هغو کسانو ليکلي دي، چې په څه نه څه شکل يې د نورو ژبو د ادبياتو لوستلو ته لاره پيدا کړې ده، هغوى که بهرني ادبيات او علوم په مستقيم ډول او که يې د ژباړې له لارې لوستي دي، خو دا چې د نويو ژبو د ادبياتو مېوه يې څکلې او د ذوق تنده يې په ماته شوې، نو نوې انرجي او تخليقي تومنه يې ځنې اخيستې او له هغه وروسته يې پخپله ژبه کې هم تر هغه اغېز لاندې د نويو ادبيات د تخليق چل زده کړى دى. “د نورو ژبو د ادبي آثارو ژباړې په خپله ژبه، د کباړي د کوټ د اغوستلو څخه بېل يو تعميري او مقصدي مفهوم لري. دا د فکر ولاړ او لړن تالاب ته د صفا اوبو د رود را ګرځولو د مثال ښايست لري……. يوه ژبه هغه وخت لوى ادب پيدا کولاى شي، کله چي د ژباړو د يوه لوى او اوږده دور اثرات او ثمرات په خپله لمن کښې را خوندي کړي”.)٣(

د نړۍ هغو ملتونو او د هغوى ژبو ډېره چټکه وده کړې ده، چې پر وخت يې د ژباړې اړتيا محسوسه کړې ده او د خپلو ژبو د ادبياتو تر څنګ يې د نړۍ د بېلابېلو ژبو علمي آثار خپلو ژبو ته ژباړلي دي او دا هم د ژباړې برکت دى چې د نړۍ د بېلابېلو اديانو مقدس کتابونه يوې بلې ژبې ته ژباړل شوي او خلکو ته يې د ژوند، مينې، بشردوستۍ او اخلاقو پيغام رسولى دى او همدا ژباړه ده چې په وسيله يې يوناني فلسفه لومړى عربي ژبې ته واوښته او بيا په منځنيو پېړيو کې د کليسا د واکمنۍ په زمانه کې بېلابېلو يورپي ژبو ته و ژباړل شوه، چې د رينېسانس په نامه د علمي انقلاب پيلامه شوه او يورپ يې له زرکلنې تيارې را و ايست. “که موږ هر څومره ژباړې ته له دې کبله لومړيتوب ور نه کړو، چې ګواکې دا تخليق نه دى، پر دې برسېره هم له دې خبرې انکار نه شي کېداى، چې ژباړه د نړۍ د ملتونو تر منځ د پيوستون ډېره ښه وسيله ده او له دې سره- سره په پراخه پيمانه د تهذيب او تمدن د تبادلې پيلامه بلکې د دې يواځينۍ عملي بڼه ده ” )٤(.

پر پښتو ادبياتو يوه نيوکه دا کېږي، چې وايي موضوعات پکې کم دي او اکثره مضامين پکې زيات تکرار شوي او په کليشو بدل شوي دي، په شاعري کې يې نوي تشبيهات، استعارې، سمبولونه او تصويرونه کم دي، د دې يو سبب هم کېداى شي دا وي، چې ډېر لږ پښتانه ليکوال د نورو ژبو ادبيات لولي او هغه چې لولي يې هغوى يې هم په هماغو ژبو کې لولي او د هغوى له تجربو او تخنيکونو استفاده ورته پخپله ژبه کې بدعت ښکاري، خو که چېرې د دغو ژبو ادبيات په منظمه توګه را ژباړل کېداى او ټولو ليکوالو مو لوستلاى، نو ضرور به يې د دوى تجربې زياتې کړې واى او دوى به يې د تخليق له نويو لارو او نويو روشونو سره بلد کړي واى، “موږ وينو چي د ځينو ليکوالو موضوعات زاړه سوي او نور يې خلک نه خوښوي، خو د ژباړي له لاري موضوعات له مکاني او زماني محدوديت څخه نوي مکان او زمان ته کډه کوي او هلته  له ورتګ سره سم نوې بڼه غوره کوي، تازه کېږي او له سره نوی ژوند پيلوي. د ژباړي بله ګټه دا ده چي نوي ادبي شکلونه او فورمونه پېژندلای سو، مثلا موږ  پخوا په پښتو شعر کي د جاپانۍ هايکو فورم نه پېژانده، خو اوس د ژباړي له برکته  دا خوږ فورم د نورو ژبو تر څنګ د پښتو ژبي مېلمه  هم دی” )٥(.

د ژبپوهانو په نظر ژبه په يوه ورځ او د ځانګړيو کسانو له خوا نه ده جوړه شوې، بلکې د ټولنيز تړون له مخې د پېړيو په اوږدو کې د ولس په ګډ زيار جوړه شوې او وخت په وخت له اړتياوو سره سم زياتونې پکې شوې دي. ژبه ټولنيز تړون ځکه بلل کېږي، چې هره کلمه يې خپل يو ټولنيز او کلتوري پس منظر لري، مثلاً که څوک «بدرګه» کلمه وايي، نو د بدرګې تر شا يې د پښتنوالې اصول مخې ته درېږي، که «ګودر» وايي نو د کليوال ژوند يو انځور يې سترګو ته درېږي، په دې لحاظ د پښتو ژبې هره کلمه تر شا خپل يو تاريخي او کلتوري پس منظر لري، خو اوس مو چې له نوې زمانې سره اړتياوې بدلېږي، نو له دې انکار نه شي کېداى چې ژبه مو دي د پرديو ژبو له تسلطه اغېزمنه نه شي، مګر که خپلې نوې اړتياوې هم د خپلې ژبې د زړو ريښو په مرسته پوره کړو، نو نه يواځې به مو ژبه د نويو اصطلاحاتو په برخه کې غني شي، بلکې د نويو اصطلاحاتو تر شا موجود مفاهيم به مو هم د جمعي (ټوليز) ذهنيت برخه شي او په دې برخه کې ژباړه تر هر څه ارزښتمن نقش تر سره کولاى شي، “د ژباړې په وسيله ژبه له څو اړخونو وده کوي، که يوې خواته د کلماتو او ژبې د روزنې په وسيله په بشري علومو کې د زياتوالي سبب کېږي، ورسره سم د ذهني پولو د پراختيا سبب هم جوړېږي. ژباړه په عملي کچه د دوو ژبو او دوو تهذيبونو تر منځ د پله جوړولو کار کوي، د ژباړې د همدې پله په وسيله علوم، خيالات او تصورات له يوه تمدنه تر بل تمدنه او له يوه هېواده تر بل هېواده سفر کوي” )٦(.

که څه هم پښتو اوس د کمپيوټر او انټرنيټ ژبه ده، په سلګونو ويبپاڼې لري، په لسګونو نړيوالې رسنۍ څلرويشت ګنټې په پښتو ژبه خپرونې کوي، په ټولنيزو رسنيو فېسبوک، ټويټر، واټسپ، وايبر او انسټاګرام کې مستقيماً پښتو ليکل کېږي، خو آيا موږ دا ويلاى شو چې پښتو اوس يوه جديده او پرمختللې ژبه ده؟ يوه ژبه چې د کومو شرايطو له مخې جديده او پرمختللې ژبه ګڼل کېږي، د هغه اساس دا دى چې يوه ژبه بايد په ټولو علومو کې شتمنه وي او د علم په ميدان کې يې اوږد مزل وهلى وي، د ساينس او ټيکنالوجۍ په برخه کې له وخت سره سم د خپلو خلکو علمي اړتياوې پوره کړي؟ د ادبياتو تر څنګ په طبعي او ټولنيزو علومو کې په هغه اندازه تخليقي، څېړنيز او ژباړلي آثار ولري، چې خلک يې په بله ژبه کې لوستلو ته مجبوره نه شي، نو په دې اساس که وګورو پښتو يوه جديده او پرمختللې ژبه نه شو بللاى، بلکې پښتو د روايت او جديديت تر منځ پرمختلونکې ژبه ده، ځکه چې اکثريت خلک يې خپلې زياتې علمي اړتياوې د پرديو ژبو په آثارو پوره کوي او خپلو ليکوالو يې دا اړتيا په سنجيدګۍ سره نه ده محسوسه کړې، چې که د تخليق برخه يې کمزورې وي، نو د ژباړې په وسيله خپله ژبه له جديدو رجحانونو سره و تړي، ژباړې ته د خپلې ژبې د بقا په هينداره کې وګوري او په دې کار کې د خپلې ژبې احيا او رينېسانس لازم وګڼي، ځکه چې “په اوسنۍ زمانه کې له ژباړې پرته هيڅ يوه ژبه د جديدې او پرمختلونکې ژبې دعوه نه شي کولاى. دا حقيقت له چا پټ نه دى چې له اردو ژبې د يوې جديدې ژبې په جوړولو او په هندوستاني ژبو کې د يو امتيازي حيثيت په ورکولو کې که نور عوامل شامل دي، نو له يورپي خصوصاً له انګرېزي علومو او ادبياتو څخه ژباړې هم په دې برخه کې مهم رول تر سره کړى دى، د همدغو ژباړو په وسيله د اردو ژبې لپاره د يوه پرمختللي صنعتي تمدن دروازې پرانيستل شوې، له همدغو دروازو د عقلانيت، د خپلواکۍ د ګټې، بشردوستۍ، روشنفکرۍ، د څېړنې د ذوق او د ساينسي فکر خوږبويه څپې را ننوتې او دا ژبه يې تازه او غښتلې کړه”)٧(.

په پښتو کې ممکن د ژباړې کار ته ځکه هم کمه توجه شوې وي، چې يو خو له را شويو اکثرو ژباړو سره علمي او ژبنى انصاف نه دى شوى او هغو ليکوالو چې ژباړې يې را کړې دي د خپل ذوق له مخې يې را کړې دي او د ژباړې ټول مسلکي اړخونه يې په پام کې نه دي نيولي، چې د يو متن د ژباړې په وخت د ژباړن ذمه واري جوړېږي، بل دا چې ژباړې ته د يوې پردۍ مېلمنې په سترګه کتل شوي او خپل تخليقي توليد ترې غوره ګڼل شوى دى. په اوسنۍ زمانه کې هم- چې ژباړې د تخليقي کار غوندې برابر ارزښت موندلى- ډېرى ليکوال د ژباړې کار ته په ښه سترګه نه ګوري او د هغه ليکوال په اړه- چې تر تخليقي کار يې ژباړو ته توجه زياته وي- دا فکر کوي چې ګواکې د هغه د تخليق چينه وچه ده، ځکه نو ژباړې کوي، “د ژباړې کار تر اوسه پورې معمولاً تر تخليق ټيټ کار ګڼل کېږي او دا ډېر ناسم رجحان دى. د ژباړې ارزښت په هيڅ ډول تر تخليق کم نه دى، ځکه چې په ژباړه کې تخليق له نوي سره ايجادېږي، په همدې خاطر خو په امريکه کې د ژباړې لپاره د بياتخليق (Recreation) اصطلاح هم کارول شوې ده. د ژباړې په وسيله موږ د نورو ژبو له افکارو او اقدارو سره اشنا کېږو” )٨(.

زموږ په ټولنه کې معمولاً دا نظر عام دى، چې د يوه قوم له ټولنيز ژوند، کلتور، مذهبي عقايدو او اسطوروي باورونو د خبرېدو لپاره بايد د هغوى تاريخ ولولو او د قومونو ځانګړي تاريخونه ځکه د ژباړې لپاره مناسب نه بولي، چې هغه يواځې د هغوى لپاره ليکل شوي وي، خو په دې شايد ډېر کم پوهېږي چې د يوې ټولنې ادبيات، اسطورې، فوکلور او اقتصادي مناسبات د هغوى د ژوند هر اړخ راته انځوروي، نو که د دوى په ژبه کې په دغو برخو کې ليکل شوي آثار را و ژباړل شي، نه يواځې دا چې د دوى له ژونده به مو خبر کړي، بلکې د خپلې ټولنې د بدلون لپاره به هم ډېر څه ځنې زده  کړو، “د همدې ژباړې په وسيله د يوه ځانګړي هېواد، د يوې جغرافيايي سيمې او د يوه ځانګړي قوم څېړنې، د هغوى علوم او هنرونه د ټول انسانيت ملکيت جوړېږي، ځکه نو د ژباړې ذمه واري لږ تر لږه دومره د ارزښت وړ ده، څومره چې د يوه کېمياوي يا معدني قوت له يوې بڼې بلې بڼې ته د اړولو ذمه واري ده”)٩(.

موږ چې تر اوسه له هرې هغې عقيدې، ادب، اسطورې، نظريې، تيورۍ او فکري مکتب سره اشنا شوي يو، چې سرچينه يې زموږ له خاورې نه ده، له هغو ټولو سره د ژباړې په وسيله بلد شوي يو، که د تورات، انجيل، قرآن، ګيتا، ويد او اويستا ژباړې نه واى شوې، نو انسانان به د دغو اديانو او مذهبونو له پيغامه نه واى برخمن شوي. که د سوکرات، اپلاتون او ارستو فلسفه نورو ژبو ته نه واى ژباړل شوې، نو د فلسفې او ټولنيزو علومو په مرسته به د کاييناتو، خداى او انساني ژوند په اړه پوهه دومره نه واى زياته شوې. که د ګيلګمېش، هومر او فردوسي حماسي داستانونه نورو ژبو ته نه واى ژباړل شوي، په ادبياتو کې به د حماسي داستانونو د تخليق چينه بهانده نه واى پاته شوې. که د نړۍ مشهور شاعران او ليکوال يوې بلې ژبې ته نه واى ژباړل شوي، نو نه به يې نړيوال شهرت موندلى واى او نه به يې تخليقات نړيوال شاهکارونه بلل شوي واى، په دې توګه دا ويلاى شو چې ژباړه د نااشنا خلکو تر منځ د خپلوۍ او اشنايۍ ژبه ده او “ژباړه هغه کيلي ده چې په وسيله يې د علمونو او هنرونو ټولې خزانې پرانيستل شي، ځکه خو ورځ په ورځ د ژباړو ارزښت زياتېږي او ژباړې هم د تخليق درجه موندلې ده” )١٠(.

کومې ټولنې چې تر اوسه په علمي لحاظ وروسته پاته دي او خلکو يې فکري وده نه ده کړې، يو لوى سبب يې دا دى چې هغوى خپلې ژبې ته د نورو ژبو د ادبياتو دروازې نه دي را خلاسې کړې. د انسانانو تر منځ چې د سياسي او اقتصادي ګټو په خاطر په پېړيو- پېړيو د مذهب پر نامه عقيدوي کرکو او تعصبونو ته لمن وهل شوې ده او انسانان له يوه بله لرې کړل شوي دي، د بيرته را نيژدې کولو لپاره د دوى شريک ادبيات په دې کې مهم نقش تر سره کولاى شي، خو که دوى د يو بل په ادبياتو د پوهېدو لپاره د ژباړې هنر خپل نه کړي او د ژباړې په وسيله په ادبياتو کې د يو بل کلتوري ارزښتونه او نفسيات، ټولنيز ژوند، جنسي او جمالياتي تمايلات او تاريخ ونه پېژني، نو ډېره به ګرانه وي چې يو بل ته را نيژدې شي. “که چېرې څوک په خپله تخليقي اثار نه لري او هغه د ژباړې په وړاندې هم توند حساسيت ښيي او وايي چې ګټه نه لري، دا په خپله د شاتګ او وروسته والي لپاره لا اواروي. که چېرې تخليقي ادب کمزورى وي، نو په کار ده، چې دغه تشه په ژباړه ډکه کړاى شي، چې د زياتو ژباړو خپرېدنه په خپله د تخليق او پنځونې لپاره زيات توکي (مواد) را منځته کوي، چې څېړونکو او لوستونکو ته به زياتې اسانتياوې برابرې شي” )١١(.

د يوې ژبې په ادبياتو کې بدلون هم هله راتلاى شي او له نوې زمانې سره نوې خبرې او نوي رجحانونه (پديدې) پکې راتلاى شي، چې ليکوال يې د خپلې ټولنې اړتياوو ته په پام د نورو ژبو هغه ادبيات را و ژباړي، چې نوې تيورۍ او نوي ادبي مکتبونه پکې وړاندې شوي وي. له کلاسيکيته يې را نيولې تر رومانويت، سمبوليزم، رياليزم او موجوديت (Existentialism) پورې ټول فکري او ادبي مکتبونه هم د ژباړې په لاره له يورپي ادبياتو مشرقي ادبياتو ته راغلي دي، دا خبره هم بايد له پامه ونه غورځوو، چې هر ادبي او علمي مکتب چې په کومه ټولنه کې پيدا کېږي، د هغې ټولنې معروضي حالاتو ته په پام را پيدا کېږي، خو له دې هم انکار نه شته، چې ځينې مکتبونه نړيواله بڼه لري او د نړۍ نورې ټولنې هم ورته تمايل پيدا کولاى شي. د پښتو په شمول اردو او فارسي معاصرو ادبياتو که تر پخوا وده کړې ده او نوي رجحانونه پکې را پيدا شوي دي، نو يو لوى سبب يې د همدغو پرمختلليو ژبو د ادبياتو ژباړې دي، چې زموږ د ټولنې ليکوالو ورڅخه استفاده کړې او د خپلې ژبې ادبياتو ته يې ورڅخه نوې رڼا راوړې ده. “زما په اند که موږ ژباړې ته مخه نه کړو او پښتو ژبه په همدې اوسنيو ګامونو خپل يون ته پرېږدو، زه وېرېږم چې يوه ورځ به اړ يو پښتو ژبه يوازې د شعر او شاعرۍ لپاره و کاروو او د ساينس، ټکنالوجۍ او نورو پوهنو لپاره انګرېزي او يا نورو بهرنيو ژبو ته مخه کړو” )١٢(.

ايټاليايي ليکوال ايټالو کالوينو وايي “له ژباړې پرته به زه د خپل هېواد په پولو کې ايسار واى. ژباړونکى زما تر ټولو ښه ملګرى دى، چې زه يې له نړۍ سره اشنا کړم”، نو که غواړو چې له نړۍ سره اشنا شو، د نړۍ له غني ادبياتو، د هغوى له تاريخ، عقايدو، کلتورونو، سياستونو، اقتصاد، لرغونو تهذيبونو، ساينس، نفسياتو او فلسفې سره اشنا شو، نو پکار ده چې د ژباړې لپاره مستقل مرکزونه ولرو او نه يواځې د ادبياتو بلکې د طبعي او ټولنيزو علومو مسلکي خلک په دې برخه کې په دنده وګومارو، چې پښتو ته له بهرنيو ژبو ژباړې را وکړي او پخپله ژبه کې د خلکو د علمي تندې د ماتېدو غم وخوري، که نه وي دا به داسې وي لکه يو څوک چې خپل باغ لري، خو د خپلې خوښې مېوې پکې نه لري او مجبور وي چې هغه مېوې په بازار کې د مېوو له دوکانه واخلي، نو که غواړو چې د خپلې ژبې باغ مو وچ نه شي او سمسور پاته شي، نو د ژباړو په وسيله بايد د هر علم مېوه پکې وکرو او همدا مو د ساينس او ټيکنالوجۍ په دې چټکه زمانه کې د ژبې د پايښت او بقا ضمانت دى.

ـــــــــــ یادونه:- دا مقاله د کوټې د پښتو اکېډمۍ په (لیکنې) مجله کې چاپ شوې ده ــــــــــــ

ماخذونه:

)١(  (ترجمه کا فن او روايت، اُردو ميں تراجم کے مسائل، ډاکټر ظهيراحمد صديقي، ١١٩م مخ). خپروونکى: سټي بک پواينټ، اردو بازار کراچۍ.

)٢(  پټه خزانه، د محمدهوتک بن داود، ٥٨- ٦٠ مخونه. دوهم چاپ ١٣٣٩هجري شمسي.

)٣( سريزه، پروفيسررازمحمد راز ١٣مخ (د ماځيګر چارسو، ژباړن: محموداياز)، خپروونکى: بېنوا فرهنګي ټولنه- کندهار

)٤(  (مغرب سے نثرى تراجم، ابتدائيه، ٢م مخ، مرزا حامد بېګ). خپروونکى: مقتدره قومي زبان، اسلام اباد.

)٥(  (د جنوبي اسيا هيوادونه او ادبي اثارو ژباړه) عبدالنافع همت، تاند ويبپاڼه http://www.taand.com/archives/88698

)٦(  (مغرب سے نثرى تراجم، باب اول: ترجمے کا فن، ٥م مخ). خپروونکى: مقتدره قومي زبان، اسلام اباد

)٧(  (ترجمه کا فن او روايت، مقدمه، قمر رئيس، ١٣م مخ). خپروونکى: سټي بک پواينټ، اردو بازار کراچۍ.

)٨(  (ترجمه کا فن او روايت، تراجم اور اصطلاح سازى کے مسائل، پروفيسر آل احمد سرور، ٢٩م مخ). خپروونکى: سټي بک پواينټ، اردو بازار کراچۍ.

)٩(  (ترجمه کا فن او روايت، ترجمے کے بنيادى مسائل، ډاکټر ظ- انصاري، ٤٩م مخ). خپروونکى: سټي بک پواينټ، اردو بازار کراچۍ.

)١٠(  (ترجمه کا فن او روايت، ترجمه کى اهميت، شهباز حسين، ١٢٤م مخ). خپروونکى: سټي بک پواينټ، اردو بازار کراچۍ.

)١١(  (پښتو او د ژباړې اړتيا، ١٣٨٣ل کال چاپ، خپرندوى: بېنوا فرهنګي ټولنه- کندهار، ژباړه، ٥م مخ، صالح محمدصالح)

)١٢(  (د ژباړې فن، ليکوال: رفيع الله ستانيکزى. سريزه، خوشال روهي، د مخ). خپروونکى: صميم ادبي ټولنه.a