په پکتیا ولایت کې د لمړۍ ځل لپاره د کرکټ اکاډمی جوړه شوه.

د کرکټ دا اکاډمي د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د اطلاعات او کلتور په ریاست کې  جوړه شوه، چې د نږدې دوه سوه تنو کرکټ لوبغاړو د تمرین او زده کړې ظرفیت لري.

د پکتیا د کرکټ بورډ رئیس نیازالله احمدزی وايي، چې د کرکټ له دې اکاډمي سره به لوبغاړو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي، په اکاډمي کې به د تمرین له لارې په کرکټ کې د هغوئ تجربه زیاته او د معیاري لوبې په زده کړه کې به ورسره لاډېره مرسته وکړي.

نیازالله احمدزی وايي؛ دا چې په پکتیا کې له دې وړاندې د لوبغاړو لپاره داسې کوم روزنځائ نه و، نو لوبغاړي به د تمرین لپاره نورو ولایتونو او ګاونډي هېواد ته تلل، یا به اړ و چې په خاورو، دوړو یا نورو غیر معیاري او ناسمو ځایونو کې تمرین وکړي نو د دې اړتیا له مخې يې وپتېیله چې د ځوانانو د دې ستونزې د هواري لپاره د کرکټ یوه اکاډمي جوړه کړي.

د احمدزي په خبره؛ د دې اکاډمي جوړېدلو پنځه ۵ لکه افغانۍ لګښت راغلی چې د پکتیا د ځینو سوداګرو، اوښتون ټولنې او نورو مدني ټولنو له لوري ورکول شوې.

د نوموړي په وینا؛ اوسمهال به په دې اکاډمي کې تر دوه سوه تنه پورې روزنه ترلاسه کوي خو دوئ به هڅه وکړي چې د پيچونو د شمېر په زیاتولو له څلورو تر پنځه سوو تنه پورې لوبغاړو ته روزنه ورکړي.

ملي سوداګر اجمل ځاځي، چې د دې کرکټ اکاډمي په جوړولو کې يې مرسته کړې له نورو سوداګرو هم غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې دې له ځوانانو سره مرسته وکړي.

بل خوا د کرکټ لوبغاړي د دې اکاډمي په جوړېدلو خوښ دي او وايي چې له دې وروسته به دوئ وکولی شي په خپل ولایت کې په یاده اکاډمي کې د تمرین له لارې خپله تجربه زیاته کړي او د کرکټ معیاري لوبه زده کړي.

یاده دې وي چې کابو یوه نیمه میاشت وړاندې په پکتیا کې د افغانستان د کرکټ بورډ د استازولۍ دفتر هم پرانیستل شو.