دپکتیکا ولایت د مختلفو رسنیو شپږ تنه خبریالان د جمعې په ورځ ماسپښین مهال چې پکتیا ولایت ته د یوه سیمینار لپاره پر لاره وو، وسله والو طالبانو له موټره ښکته کړي او له ځان سره يې وړي دي.
دغه پېښه د پکتیا – پکتیکا پر لویه لار د زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې د زرمت بازار په یو کیلومترۍ کې شوې ده.
د پکتیکا ولایت خبریالان له وسلوالو طالبانو غواړي چې د بیان ازادۍ ته په احترام دغه خبریالان ژر تر ژره راخوشې کړي.