په پېښور ښار کې په دوه جلا پېښو کې دیو افسر په ګډون درې پولیس وژل شوي

دپېښور پولیسو مطبوعاتي څانګه وایي، چې تېره ورځ په یاد ښار کې په  دوه بېلا بیلو پېښو کې دیو پولیس افسر په ګډون درې عسکر وژل شوي،

د پولیسو په وینا لومړی پېښه، دپېښور په دوران پور سیمه کې د کرونا دناروغانو قرنطین کولو دپاره دجوړ مرکز کې دننه دعباس په نوم دپولیسو یوتن  پخپلو نورو پولیسو ډزې کړي چې له امله یې دوه تنه وژل شوي.

پولیس زیاتوي همدا راز دپېښور په څوکنو پولیسو تاڼې سیمه کې نامعلومو وسله والو د وسله والو ضد محکمې دپولیسو په یو عسکر ډزې کړي او هغه یې هم وژلی دی.