په ځان باور (اعتماد په نفس)

دهغه اشخاصو خوصیات چې په ځان باور نه لري:-

۱- د خبرو کولو پرمحال مقابل لوري ته نه ګوري او چې کله مزل کوي نو سر یې ښکته وي او په قلاره قلاره ځي_

۲- هر وخت فکر کوي چې د نورو د چلند قرباني شوی یم_

۳- د یواځيتوب احساس بیا هم کوي که چرې د ډیرو خلقو په په مینځ کې هم ناست وي_

۴- په ځان کې ډېر زیات کمی او خلاء محسوسه وي_

۵- حساس کوي چې د نورو نه توپیر لرم_

۶-  د ګناه ،شرم او خفګان درک لري_

۷-  په خپلو صلاحیتونو دومره باور نه لري چې دا به یو ځاي ته په رسیدو کې موفق شي(په ځان د باور نه شتون)

۸-  د نویو ساحو څخه بېریژي

۹- د کامیابۍ او ناکامۍ څخه بېریژي

۱۰  هر وخت هڅه کوي چې نور خلق د ځان څخه راځي اوساتي

۱۱-ځان په نشه يی توکو اموخته کوي یا ناجایزې اړیکې جوړه وی.

۱۲- د ځان دپاره یو هدف ټاکي خو پسې د تګ نه یې عاجز وي

 

(کتاب `امداد هاي عاطفي` لیکوال هار‌ولدبلومفلید دري ژباړه امید علی راسترو او دري نه پشتو ته ترې دغه ‌د یو څو کرښو ژباړه ما اوکړه)

کاپي…