په ځان باور څنګه جوړيږي او ځان څنګه وهڅوئ؟

 ژباړه: فضل الله صابر

ایا پرخپل ځان دا باور لرئ چې له نورو یو څه غوره وکړئ؟ ایا پوهیږی چې څه شی تا هڅوي؟ او پوهیږئ چې نور خلک څنګه وهڅوئ؟.

په دې لیکنه کې به د پورته پوښتنو ځواب ومومئ او هم به زده کړئ چې پر خپل ځان د باور کچه څرنګه لوړه کړئ، له هغې وروسته به په دې وپوهیږئ چې د خپل ځان او د نورو هڅونه یا تشویق څرنګه رامینځ ته کیږي.

دا لیکنه د مدیریت د برخې د یوبرطانوي مشهور متخصص او لیکوال سین مکفیټ Sean McPheat د کتاب نه ژباړه او ترتیب شوې او ما هڅه کړې تر څو د موضوع منځپانګه ستاسې مخې ته کیږدم.

پرخپل ځان باور او د ځان هڅونه Personal Confidence and Motivation:

پيژندنه Introduction:

په ادارو او د کارو بار په ساحه کې  دا  ډېره یوه عامه د بحث موضوع ده چې څرنګه هڅونه رامینځ ته کیږي، هغه څه چې خلک يي کوي ولې یي کوي؟ او څرنګه خلک هغه څه ته هڅولی شو چې مونږ یې غواړو، که مونږ په دې وپوهیدو چې څرنګه او ولې خلک هڅول کیږي نو مونږ به وکولای شو چې خلک د کار په ساحه کې ښو کړنو ته وهڅوو، تر څو هغوی ته ټاکل شوې موښې ترلاسه، پر خپل ځان باوري او هڅول شوي وي.

همدا رنګه تر ټولو مهمه داده چې څرنګه په کارځای کې پر خپل ځان باوریتوب او ځان هڅونه رامینځ ته کړو تر څو خپل اهداف او هیلې پوره کړو، دا ځکه ضرور ده چې کله خلک په کارځای کې تشویق شي او پر خپل ځان باوري وي نو ډیرې میثبتې پایلې لري چې په لاندې توګه یي ذکر کولای شو:

  • کاری رضایت (Job Satisfaction) وده کوي.
  • په کار او وظیفه کې کوشش نور هم زیاتیږي.
  • کاري چاپیریال پرمختګ کوي.
  • په پایلو تمرکز پیدا کیږي.
  • کاري تشویق رامینځ ته کیږي.
  • د هر کارګر پوره قوه په کار اچول کیږي.
  • هر کارمند ته ځانګړې دنده ورکول کیږي تر څو ترسره یي کړي.

اوس نو راځی چې وپوهیږو پر خپل ځان باور Personal confidence او ځان هڅونه Personal Motivation خپله څه ته وایي؟ او هم د پر خپل ځان باوري خلکو نښې کومې دي؟.

پر خپل ځان باور Personal confidence:

مخکې له دې چې په پرخپل ځان د باور په اړه او د باوري خلکو په نښو رڼا واچوو دا به اړینه وي چې باور یا Confidence څه ته وایي؟

باور يا اعتماد Confidence:

د Confidence کلیمه د لاتینې کلیمې Confidere څخه اخیستل شوې او معنی یي ده “مطمئن کیدل” ، “په یو شی پوره یقین او عقیده درلودل”.

پس نو ویلای شو چې باور یا اعتماد د یو شخص هغه حقیقي اطمینان دی چې دی يي د خپلې وړتیا په اړه لري.

یوه خبره باید په یاد ولرو چې زیات وخت خلک باور یا اعتماد د ځان ستاینې یا Arrogance سره مترادف استعمالوي مګر ددې دواړو خصوصیت لرونکو خلکو تر مینځ توپیر شته او هغه  دا چې یو ځان ستایونکی شخص يا Arrogantهمیشه په لافو او غیر حقیقي خبرو ځان ښایي، همیشه د خپل ځان په اړه ناقراره وي او پوهیږي چې دوی په غلطه دي مګر باوري شخص لافې نه کوي او همیشه د هغوی کړنې او لاسته راوړنې خبرې کوي، د خپل ځان په اړه باوري وي او پوهیږي چې که کومه غلطي ورنه وشي هغه ددوی ارزښت نه شي کمولای او د اصلاح کوشش یي کوي.

اوس نو کولای شو چې د پر خپل ځان باوري خلکو په اړه وغږیږو.

په ټوله کې پر ځان باوري خلک کله چې هم دوی په ژوند کې د کوم مشکل سره مخ کیږي نو دوی لاس په کار کیږي تر څو مشکل ته د حل لاره پیدا کړي او دا کار مخکې له دې کوي چې دوی د مشکل د تأثیر لاندې راشي یا زیات وویریږي، دا خلک په خپلو کارونو کې زیات بریالي وي ځکه دوی د خپلو وړتیاو په اړه یقیني وي او هر مشکل چې یي مخې ته راځي په سړه سینه ورته د حل لاره پیدا کوي.

اوس پوښتنه داده چې څرنګه پوهه شو چې یو شخص پر خپل ځان باوري دی؟

ددې پوښتنې ځواب په لاندې ټکو کې کتلای شو.

پر خپل ځان باوري خلک د لاندې ځانګړتیاوې لري:

  • پر خپلو قوي نقطو تمرکز کوي او خپلې کمزورتیاوې تنظیموي.
  • د خطر اخیستلو نه ویریږي.
  • د ځپل ځان ننګونې څخه خوند اخلي او لوړې موښې ټاکي، په دې مانا چې ننګونکي کارونه یا وظایف یي خوښیږي.
  • د خپل ځان د پرمختګ فرصتونه لټوي.
  • کله که ترې کومه غلطي یا خطا وشي د هغې په اړه ډیر نه ویریږي.
  • له دې هیڅ ویره نه لري چې زه نه پوهیږم.
  • پر ځان باوري خلک ښه ګروپ مشري کولای شي.
  • د خپلو مشتریانو او د ادارې د همګارانو سره ښې اړیکي پالي.
  • خپلې نیګړتیاوې مني.

 ځان هڅونه Personal Motivation:

مونږ ټول دا ارزو لرو چې په خپل ژوند کې یو څه لاسته راوړنه ولرو او غواړو چې پوهه شو مونږ یو څه مهم د ارزښت، کیفیت او په معنوي لحاظ لاسته راوړي، دا ټول هغه وخت شوني دي چې مونږ تشویق شوي یو یا هڅول شوی حالت ولرو، نو اړینه ده چې په اړه لنډه رڼا واچوو

هڅونه Motivation یعنې څه؟

هڅونه Motivation:

هڅونه یا Motivation د لاتیني کلیمې “Montive” څخه اخسیتل شوې چې معنی يي ده د افرادو ضروت، خواهش، او تحریکوونکی.

نو هڅونه د افرادو د تحریکولو یوه پروسه ده تر څو خپلې موښې تعقیب کړي، یا دا چې هڅونه د یو کار د ترسره کولو لپاره د یوه شخص د تحریکونکي عنصر توضیح ده، یعنې کوم هغه عنصر دی چې دا شخص تشویقوي.

نو د یو هڅول شوي شخص ځانګړتیاوې کولای شو په لاندې توګه وړاندې کړو:

  • پر خپل ځان باور ته وده ورکوي، یا دا چې د پورته ذکر شویو ځانګړتیاو چې د پرخپل ځان باوري خلکو لپاره مو یادونه وکړه همیشه دهغې د ودې کوشش کوي.
  • ځان روزنه تقویه کوي.
  • د لاسته وړنې لپاره ځانته نمونې ټاکي.
  • د خپل لیدلوري ورهاخوا هم د موښو د ټاکلو کوشش کوي.
  • موښې ته له رسیدو وروسته ځان خپله مکافات کوي.
  • د موښو په تر لاسه کولو د شهرت څخه خوند اخلي.

نو په پایله کې دا ویلای شو چې د شخصي پرمختګ لپاره د خپل ځان باور یا اعتماد ته او هم د خپل ځان هڅونې ته پرمختګ ورکول یو له بل سره لازم او ملزوم دي.

يوه ډیره مهمه او اساسي پوښتنه داده چې څرنګه کولای شو چې Personal Confidence یا پرخپل ځان باور ته او هم خپل ځان هڅونې ته Personal Motivation ته وده ورکړو اوپورته یادې ځانګړتیاوې خپلې کړو نو په دې اړه د مدیریت د انکشاف متخصیصونو مختلفې تیوریګانې وړاندې کړي په اینده لیکنه کې به ان شاء الله ددې ځواب ومومئ.