په څېړنې کې د یاداشت(نوټ) اخېستنې لارې چارې

لیکنه: سیداصغر هاشمي

د څېړنې لارې چارې له مطالعې سره اړیکه لري، هغه څېړنه کامیابه وي، چې څېړونکي یې د غوره شوې موضوع اړوند ټول اثار لوستي وي او د ګټې اخېستنې په وخت کې د څېړنيزو موادو د ارزیابي صلاحت او قوت ولري.

د څېړونکي لپاره د اول لاس(بنیادي) اثارو ګټه اخېستنه مهمه ده او همدارنګه د کتابتونو د ګټې اخېستنې په لارو چارو پوهاوی ورته اړین دی، که چېرې څېړونکی د کتابتونونو دکتابونو ګټې اخېستنې لارو چارو سره اشنايي ونه لري، نو د موضوع په تړاو کتابونو پیدا کول به ورته ستونزمن وي.په کتابتونو کې د موضوع اړوند کتابونه پیدا کول بله موضوع ده او همدارنګه د موضوع په هکله کتابونو پیدا کولو وروسته د موضوع په تړاو په خاکه کې د کار مواد پیدا کول او ترې ګټه اخېستل د کار بله برخه ده.

د واشنټن په کتابخانه کې د هر کتاب موضوعګانې یا خاکه د یو لیست په شکل په یو کارت کې لیکل شوې وي او کارت په کتاب کې کېښودل شوی وي، څېړونکی کولای شي، د کارت په لیدلو د موضوع په تړاو مواد ژر تر ژره پیدا کړي او چې کله مواد پیدا شي، مهمه مساله د موضوع لوستل دي، د څېړونکي د مطالعې په اړه بېلابېل نظرونه دي،(تحقیق کا فن) اثر کې راغلي دي، چې پیاوړی څېړونکی باید د ورځې درې سوه مخه ولولي، چې د کال څلورسوه یا پنځه سوه کتابونه کېږي.

د څېړنیزو کتابونو لوستل د تخلیقي کتابونو سره توپير لري، که تخلیقي کتابونو کې داستاني ادبیات لولو، نو باید له پيله تر پایه ټکی په ټکی ولوستل شي او لوستونکي ته اړتیا ده، چې د موضوع په اړه دقیق اوسي او د خپل فکره پکې کار واخلي، خو د څېړنیزو اثارو د کار برخه په تیزۍ سره لوستل کېږي او هغه برخې چې د موضوع لپاره نه پکارېږي، نه لوستل کېږي، د موضوع په تړاو د اثارو غوره کول، د ځینو اثارو ټول لوستل او په ځینو اثارو کې د موضوع سره په تړاو د څپرکیو لوستل او د ځینو څپرکیو ځینې برخې لوستل کېږي او ځینې یې پريښودل کېږي.

د څېړنيزې پروژې په جریان کې د مطالعې سره د سترګو د سرعت برابروالی او بلدتیا اړینه ده.له یو حرفه بل حرف ته، له یوې جملې بلې جملې ته او په همدې ډول له یو پاراګرافه بل پراګراف ته د سترګو چټکتیا مهمه ده.

لومړی کوم کتابونه ولوستل شي؟

د څېړنې په جریان کې د اثارو لوستل مهمه ده، کوم کتابونه ولوستل شي او کوم ونه لوستل شي؟ او د اثارو ارزیابي کول د څېړونکي دنده ده.

۱.اول لاس او دویم لاس معلومات باید تشخیص شي او اول لاس معلومات اول ولوستل شي.

۲.هغه اثار لومړی ولوستل شي، چې د موضوع اړوند کره او د کار معلومات ولري او د موضوع په تړاو د ټولو ښه اثر وي او له پیله تر پایه پورې د غوره شوې موضوع سره اړیکه ولري. د بېلګې په ډول زما لپاره د څېړنیزو اثارو لوستلو او د کار په جریان کې د ګټې اخېستنې غوره اثر د لوی هندوستان پیاوړي څېړونکي ګیان چند(تحقیق کا فن) اثر دی.

۳.هغه اثار چې ډېر معلومات ولري.

۴.هغه اثار چې تازه معلومات ولري او له ټولو وروسته لیکل شوې وي، د اثارو لوستلو په برخه کې کره والی او دقت والی اړینه ده.

یاداشت اخېستل

د کتابتونو نه ګټه اخېستنه، اثار پیدا کول او غوره کول، د مطالعې چټکه بلدتیا نه وروسته د اثارو یاداشت یا نوټ اخېستل دي. نور اثار د همدې لپاره لوستل کېږي، چې د حقایقو ثابتولو لپاره د نورو پوهانو نظریات ولوستل شي او د موضوع ثابتولو لپاره ترې کار واخېستل شي.که چېرې خاکه څپرکي ولري، نو د هر څپرکي اړوند یاداشتونه اخېستل کېږي او یا یو اثر په څو برخو ويشل کېږي او د هرې برخې یاداشتونه اخېستل کېږي او د کار په جریان کې ترې استفاده کېږي. د یاداشتونو په وخت کې د لیکوال نوم، د اثر نوم، د چاپ کار او مخ باید ولیکل شي او لاندې خبرې ورته اړینې دي:

۱.یاداشت ډېر اوږد نه وي.

۲.صاف ولیکل شي، داسې نه چې لیکوال د بیالوستلو په وخت کې له ستونزو سره مخامخ شي.

۳.موضوع مکمله ولیکل شي.

۴.د یاداشت په وخت کې د لیکوال نوم، د اثر نوم، د چاپ کال او مخ دقیق ولیکل شي.

۵.لفظ په لفظ نوټ اخېستلو نه د موضوع په تړاو یاداشت اخېستلو کې د موضوع مفهوم لیکل مهمه ده.

۶.اوږده اقتباسونه وا نه خيستل شي.

د نوټ اخېستلو لارې چارې د لیکوال د ذوق پورې اړه لري او پر بېلابېلو سبکونو اخېستل کېږي، چې یو ته سم او بل ته ناسم ویل سمه خبره نه ده، څو بېلګې یې په لاندې ډول دي:

(۱)یاداشت:سید اصغر هاشمي، د څېړنې بنسټونه(دویم چاپ)، ۱۳۹۶ ل، ۱۵۵ مخ.

 

د څېړنې په اصولو کې چې کومې نظريي موجودې دي، مخکې له مخکې نظریي نه وې بلکې د نظریو ابتدایي بڼه وي چې دغې لومړنیو فرضي نظریو ته فرضیه وايي. فرضیه قیاسي موضوعات وي چې بیا په حقیقت بدلیږي، په حقیقت کې د تجربه شويو موادو د بیانولو لپاره کارول کېږي او په پای کې د تحقیق لپاره د تحقیق زمینه برابروي.

(۲)یاداشت: هاشمي، سید اصغر، د مقالې لیکنې بنسټونه، ۱۳۹۶ ل، ۱مخ.

مقاله د تحقیق یا څېړنې د عامو جوړښتونو یا کالبونو هغه فورم دی چې د خاصو او عامو خلکو له خوا لیکل کېږي. یعنې یوه مقاله د پوهنتون استاد هم لیکلای شي او یو عام کس یې هم لیکلای شي، یواځې توپیر یې په دې کې دی چې کوم کس کولای شي چې د مقالې د محتوا په نظر کې نیولو سره د ځانګړې موضوع ښه حق ادا کولای شي. چا چې د موضوع لیکلو ښه علمي صلاحیت درلود هماغه کس په مقاله لیکنې کې کامیاب دی.

(۳)یاداشت: د خوشحال کلیات(درېیم چاپ)، ۲۰۰۹ م، ص ۹۳.

په زیبا ګفتار دې هېڅ تقصیر ونه کړ ای خوشحاله

که کردار دې هم زیبا وي چار به ولې وه مشکله

(۴) یاداشت: د تیزس لارښود، سید اصغر هاشمي، ۱۳۹۶ل، ۱۰۰ـ ۱۰۱ مخونه.

د مونوګراف او تيزس تر مينځ د کميت په لحاظ توپير موجود دی او تیزس او ډيزرټيشن تر مینځ چې کوم فرق دی، هغه د درجې په لحاظ دی، نه د نوعيت په لحاظ. په ځینو پوهنتونونو کې د تیزس حجم او اندازه د(۱۵۰ـ۲۰۰) مخونو پورې ښودل شوې ده، چې دا بحث بايد په يوې خاصې موضوع او خاص مېتود په رڼا کې څېړنه وي.

او داسې نور…

د یاداشت اخېستلو لپاره لاندې خبرې هم اړینې دي:

۱.د یاداشت اخېستل له یو اثره ډېر مخونه نه وي او نه له یو اثره په لسګونو ځله وي. لکه څرنګه چې د ماخذ ښودنې په وخت کې احتیاط په کار دی چې له یو اثره ډېره ګټه اخېستنه او لوی لوی اقتباسونه سم کار نه دی، دغه شان که یو اثر ۲۰۰ مخه وي او څېړونکي له همدې یو اثره ۴۰ مخه یاداشتونه اخېستي وي، سم کار نه دی.

۲.د یاداشتونو دایمي ساتل اړین دي.د موضوع لیکلو وروسته یې باید ضایع نه کړو، که چېرې یو اثر د دویم ځل لپاره چاپیږي او په اثر کې کمونې او زیاتونې اړینې وي، نو په دې وخت کې بیا هم پکاریږي او کله کله د بلې موضوع لپاره هم پکاریږي او د کار مواد پکې پیدا کېدای شي.

۳.یاداشت که د بلې کتابخانې له کتابه اخېستل شوی وي او یا د خپل کتابخانې له کتابه ساتل یې اړین دي، امکان لري چې همدا کتابونه یو وخت نه وي، نو د نوټ بیا اخېستل ستونزې پیدا کوي.

د موضوع اړوند نوټ اخېستل باید په څو برخو وويشل شي او د هرې برخې ساتل اړین دي او دا چې د نوټ اخېستلو کې دکوم ډول سبکه ګټه واخېستل شي، د څېړونکي خپلې خوښې او ذوق سره اړیکه لري.