چپرهار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عملیات پرمختګ کړی

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو چارواکي وايي، په چپرهار ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو له لورې د موج سیلاب څلور نمبر ۷ په نوم روانو عملیاتو کې، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په یادې ولسوالۍ د وسله والو ډلو د ځپلو په موخه پيل شوي، تر دا مهاله د وسله والو ډلو له شتونه د غزوکلی ، ملاخیل ، سلطان خیل ، محمدآباد، سلیمان خیل او غلام ډاګ سیمې پاکې شوي دي.

د امنیتي چارواکو په وینا د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو یو عراده موټر سایکل او شپږ ميله وسلې هم له منځه وړل شوي دي.

وسله والې ډلې لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.