په ژوند کې لس مهم قوانین

ژباړه: بختیار ساحل

لومړی قانون : تاسو ته یو وجود درکول کیږي . که تاسو له خپل وجود سره مینه ولرۍ او که نفرت ترې کوۍ ، خو دا ومنئ ، چې په دې خاورینه نړۍ کې د عمر تر پایه پورې له تاسو سره وي .
دوهم قانون : په یو غیر رسمي ښوونځي کې مو ټول وخت نوم لیکنه کړې ده ، چې (( ژوند )) یې بولي . په دې ښوونځي کې هره ورځ د زدکړې چانس په لاس درځي . که دغه درسونه ستاسو خوښ وي او که نه وي ، غوره دا ده ، چې د ځینو ښوونیزو پروګرامونو لپاره ښکلې طرحې جوړې کړئ .
درېیم قانون : سهوه وجود نه لري ، هغه یواځې درس دی . ډیر پرمختګ هم ازمیښت دی ، کله ، کله د انسان په ژوند کې سهوې ، خطاګانې ، بریاوې دا هر څه پیښیږي ، چې دا ټول د انسان د پرمختګ لپاره وي ، خو انسانان باید په ډېر احتیاط سره ژوند وکړي .
څلورم قانون : درس باید دومره تکرار شي ، چې زده شي . درسونه په مختلفو وختونو کې دومره تکراریږي ، ترڅو هغه زدکړو . کله مو ، چې زدکړ کولای شئ ، بل درس پیل کړئ . نو په دې لحاظ باید خپل درسونه ډېر زر زدکړئ .
پینځم قانون : زدکړه پای نه لري . د ژوند داسې برخه نه شته ، چې په هغه کې دې زدکړه و نه شي . ترڅو پورې ، چې ژوندي یاست ، نو خپلې زدکړې هم باید وکړئ .
شپږم قانون : قضاوت مه کوئ ، غیبت مه کوئ ، دعوه مه کوئ ، سهوه مه کوئ ، په چا پورې خندا مه کوئ ، که نه یوه ورځ به همدغه وخت په تاسو هم راشي او بیا به مو هیڅ په واک پوره نه وي .
اووم قانون : نور خلک یواځې ستاسو د هندارې حیثیت لري ، داسې نه شي کیدای ، چې په نورو کې ستاسو څه خوښ شي او یا مو بدې راشي ، خو دا امکان لري ، چې په خپل ځان کې مو څه خوښ او څه خوښ نه شي .
اتم قانون : د هر ډول ژوند کولو انتخاب ستاسو خپله خوښه ده . ځکه د ژوند کولو هر ډول سرچینې او اسباب ستاسو په اختیار کې دي ، دا چې په دې شیانو تاسو څه کوۍ ، دا نو په تاسو پورې اړه لري .
نهم قانون : ستاسو د پوښتنو ځوابونه ستاسو په خپل وجود کې شته . تاسو دلته سترګې وګرځوئ او وی لټوئ ، غوږ ورته ونیسئ او باور پرې وکړئ .
لسم قانون : د ټولو خلکو خیر غواړه تر څو تاته هم خیر در ورسیږي .