په ژوند کې نوښت که بدلون؟

لیکنه: استاد نجیب الله واثق

په ټولنه کې هر انسان په یو نه یو شکل په یو کار او فعالیت بوخت دی، خو مهمه پوښتته داده چې زموږ دا فعالیتونه او کړنې څومره نورو ته په ګټه او یا هم برعکس په زیان تمامیږي، ښه انسان هغه څوک دی چې تل نورو ته د خیر رسولو فکر ولري او چې کله هم یو څوک په ستونزه کې ویني د مرستې کولو لاس ور اوږد کړي، خو په ډېر تأسف سره چې موږ لا هم ډېر زیات مزل ته ضرورت لرو، څو یوه داسې ټولنه ولرو، چې هلته د بربادۍ، نورو ته د زیان رسولو پر ځای هغوی سره د مرستې او د ستونزو په حل کې د لاس نیوي فکر وکړو.

هر معلول یو علت تر شا لري، تېرې څلوېښت کلنې جګړې د نورو مادي او معنوي زیانونو ترڅنګ زموږ افکار هم ډېر زیات وځپل، موږ وینو چې زموږ په ټولنه کې لا هم په ډېرو کوچنیو،کوچنیو مسائلو باندې ډېر لوی، لوی جنجالونه کیږي، په ځنو سبمو کې و د کورنیو ترمنځ (بدۍ) له پېړیو، پېړیو را دېخوا دوام موندلی وي او نوی نسل یې لا هم د ستوزې د حل کوم قوي عزم نه لري، چې دا هر منفي کړنې په یو نه یو ډول زموږ د منفي افکارو ځېږنده دی.

موږ خپل راتلونکي نسل ته د یو داسې افغانستان په مېراث د پرېښودلو ترڅنګ چې د ژوند په بېلابېلو برخو کې یې وده او انکشاف کړی وي، یو لوی مسؤولیت دا هم لرو، چې نوی نسل مغز مو له هر ډول زهرجنو او په ټوله کې له داسې منفي افکارو څخه پاک وي، چې په وجه یې د ټولنیز نظام د ارامتیا او سوکالۍ بنیادونه له ګواښ سره مخامخ کیږي او د ټولنې خوښۍ په درد او غم بدلوي. له نېکمرغه نن ورځ د یوې کړنې شاهدان و چې هلته د فکر جوړنې په برخه کې ځوانانو یو داسې قدم پورته کړ، چې موږ ورته ابتکار یا نوښت نوم ورکولای شو، ددې اقدام په نتیجه کې چې د خوست ولایت با شعوره ځوانان د پرلپسې هڅو په پایله کې په دې وتوانیدل څو تر پنځلس سوو (۱۵۰۰) جلده پورې بېلابېل دیني، ادبي، ټولنیز او د علم په نورو برخو پورې مربوط کتابونه را ټول او د خوست ولایت په مرکزي محبس کې یې د کتابتون بنسټ کېښود.

زه باور لرم چې ددې غوره او نېک اقدام په نتیجه کې به زموږ د ډېرو ورونو او خویندو علمي سطحه لوړه او په افکارو کې به یې مثبت تغیر رامنځ ته شي، چې وروسته به یې اغېز موږ په خپله ټولنه کې هرو مرو په یو نه یو شکل په عمل کې محسوس کړو.

په اخر کې لازمه ګڼم څو د هغو وروڼو چې په دغه برخه کې یې زیات زیار ګاللی د نومونو یادونه وکړم او د زړه له تله ورڅخه مننه وکړم، په دې برخه کې قدرمن استاد ستوری صاحب، ځوان شاعر عمر اندېش، محصل رحیم اندیال، محصل یونس روښان، نورالله نوري، عبدالواحد سبا، عمر ځواک، قدرت الله ترار، محصل جاوید ارمان او طارق نیازی هغه وروڼه دې، چې د نورو ډېرو وېښو ځوانانو په مرسته یې د فکر جوړنې په برخه کې یو لوی کار ترسره کړ.

کور یې ودان د لا نورو نوښتونو په هیله یې.