په ښار کې اخیستل شوی میوې او سبزیجات د کورونا ویروس څخه څنګه پاک کړو؟

که تاسو له بهر څخه کور ته راشئ نو کارپوهانو دا لازمي کړي چې تاسو د لاسرسي سره سم خپل لاسونه ښه ومینځئ، مګر که تاسو له بهر څخه میوې او سبزیجات راوړي نو هغو سره به څه کوئ؟ اوس یو آسټرالیایي کارپوه هم دې ته ځواب ویلی دی…

د میل آنلاین د راپور له مخې د اپیدیمولوژیست پروفیسر ټیموتي نیوسم ویلي دي چې که تاسو له مارکېټ څخه میوې یا سبزیجات راوړئ، نو کور ته راوړلو سره سم هغه هم لومړی په صابون سره ښې ومینځئ، که نه نو دا به تاسو او ستاسو کورنۍ ته زیان ورسوي، او په کورونا ویروس باندې د اخته کیدو لامل کیږي.

د سیډني پوهنتون همکار پروفیسور ډاکټر ټیموتي ویلي دي چې څیړنې ښودلې چې د کورونا ویروس تر هغه وخته پورې په میوو او سبزیجاتو کې هم ژوند کولی شي څومره چې په دیوالونو یا نورو سطحو باندې ژوند کوي، نو میوه او سبزیجات کور ته راوړلو سره په ښه توګه د هغو وینځل غوره دي، ترڅو له هغوئ څخه د وایروس لګیدو خطرات بیخي کم شي. که نه نو تاسو او ستاسو کورنۍ به د احتمال سره سم د کورونا په ویروس اخته شي.