په ښېوې ولسوالۍ کې د یو ښوونځي ودانۍ لا ګټې اخیستنې ته نه ده سپارل شوې، خو ځینې برخې یې د تخریب په حال کې دي.

د ښيوې ولسوالۍ يو شمېر استادان د پوهنې رياست پر مسؤلينو نيوکه کوي او وایي، چې د یادې ولسوالۍ په کلټک کلي کې د نجونو لپاره د یو ښوونځي ودانۍ، چې د جوړیدو چارې یې درې کاله مخکې بشپړې شوي، ګټې اخیستنې ته نه ده سپارل شوې او ځینې برخې یې هم د تخریب په حال کې دي.

بلخوا د پوهنې ریاست مسؤلین هم یاده ستونزه مني؛ خو وایي د حل په موخه یې دوي لاس په کار شوي دي.

نورحال د سفيراحمد په راپورکې …