په کابل ښار کي ځانمرګی برید شوی

د کورنیو چارو وزارت وايي ، ځانمرګي برید د کابل ښار د نهمې حوزې په شش درک سیمه کي شوی چي په کي یو تن وژل شوی او ۶ نور ټپیان شوې دي.

د یو بل خبر له مخي کابو نیم ساعت وړاندي د هلمند په مرکز لشکرګاه ښار کي موټر بم چاودنه وشوې تر اوسه ددي چاودني د مرګ ژوبلي په اړه ددي ولایت امنیتي سرچینو څه نه دي ویلي.

تر هغه پورې چي موږ د یادې چاودني د تلفاتو په اړه معلومات تر لاسه کوو تاسي د انعکاس راډيو تلویزیون له راتلونکی خبرې سرویسونو سره اوسۍ موږ تاسي خبروو.