‏په کابل ښار کې د اتمې ناحیې اړوند د رحمن مېنې د (E) برخې سړک جوړولو چارې پیل شوې

کابل ښاروالۍ وايي، یادسړک له کارته نو څخه پیل ترستانکزي بلاکونو پورې ۳۳۰۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره پراخوالی لري چې، دنږدې ۱۶۲ میلیونه افغانیوپه لګښت د اتلس میاشتو په موده کې په معیاري توګه جوړیږي.