کابل کې د امریکا سفیر د مهمو طالبانو په خوشې کېدو هرکلی و کړ

د امریکا سفیر جان بس  وویل، هیله مند دی چې ددې طالبانو پر خوشې کېدو سره په افغانستان کې تاوتریخوالی له منځه ولاړ شي او د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امریکا د ولسمشر غني دې زړورې پرېکړې ته د( اسلامي جمهوریت) او د افغان امنیتي ځواکونو د ځواک ښکاره کولو د یوې بېلګې په توګه ګوري او د ولسمشر غني او حکومت لخوا په دې اړه ګام  پورته کول د سولې لپاره هیلې راټوکولي دي.

نوموړي هیله وښوده، چې طالبان دې هم په راتلونکو ورځو کې ورته ګامونه پورته کړي او د افغان امنیتي ځواکونو د بندیانو ترڅنګ دې غربي یرغمل شوي هم خوشې کړي.

جان بس وویل، امریکا به پرته له دې چې وسله وال طالبان غبرګون ښيي، له افغانستان څخه خپل  ملاتړ ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید د طالبانو د حقاني شبکې درې لوړ پوړي قومندانانو خوشې کیدل د امریکایي پوهنتون د دوه بهرنيو استادانو د خوشې کولو په بدل کې ترسره شول؛ امریکایي استادان په ۲۰۱۶ کال کې د حقاني شبکې لخوا تښتول شوي ول.