په کابل کې د بدن د غړو د ښکلا سیالۍ ترسرشوې.

په کابل کې د غړو د ښکلا په ملي سیالیو کې شکرالله هلمندي د نوي کیلو ګرامه وزن په مټ د لومړي مقام تر څنګ د کال د غوره لوبغاړي لقب وګټه.

 دغه سیالۍ چې دوه ورځې وړاندې په کابل کې د ۲۸ ولایتونو ترمنځ پیل شوې وې، پکې ۴۷۰ لوبغاړو ګډون کړی و، چې نن د ۲۷ غوره لوبغاړو په ټاکلو پای ته ورسېدې له ټیمي پلوه کابل لومړی ، هلمند دویم او د غزني ولایت دریم مقام وګټو، د افغانستان د غړو د ښکلا فدراسیون وايي؛ د دغو سیالیو د ترسره کولو هدف د غوره لوبغاړو ټاکل او د دغه ورزش پرمختګ دی.

د غړو د ښکلا د فدراسیون مشر باور هوتک رسنیو سره په خبرو کې وویل؛ د دغه سیالیو غوره کړای شوي لوبغاړي به په نږدې راتلونکې کې په آسیايي سیالیو کې چې په چین کې ترسره کېږي، ګډون وکړي او همداشان په نړیوالو سیالیو کې چې د هندوستان په پونه ښار کې ترسره کېدونکې دي، برخه واخلي.

 د یادونې وړ ده چې د بدن د غړو د ښکلا په دغه ملي سیالیو کې د زیات عمر لرونکو تر څنګ معلولو او معیوبو هم ګډون کړی و. .