په کار او دنده کې د پس پاتې کېدو لاملونه

په کار او دنده کې ورځ تر بلې پرمختګ کول ډېر خلک په اسانۍ سره زده کوي، خو ځینې بیا داسې هم شته چې په دغه راز یې هېڅ سر نه خلاصېږي. همدا اوس تاسې په کوم حالت کې یاست، پرمختګ کوی او که ځای پر ځای ولاړ یاست؟ موږ په همدې مقاله کې شپږ هغه ټکي درته ښيو چې په کار او دنده کې ستاسې ځای پر ځای پاتې کېدل ښيي. مانا دا چې تاسې د لا ښه والي په غم کې نه یاستی او همداسې شپې او ورځې تېروی. خو ځینې وخت تاسې ته دغه حالت چې ایا تاسې پرمختګ کوی او که ځای پر ځای ولاړ یاستی، نه مالومېږي. که مو دا لاندې عادتونه درلودل، پوه شی چې تاسې د ودې او پرمختګ په حال کې نه یاستی:

۱ـ مناسبه دنده نه ترسره کوی

ځينې کسان خپل کار او دنده په ډېر ښه ډول ترسره کوي، خو د ځای په بدلېدو سره بیا نه شي کولای، چې پر هغه پوره کنټرول ولري. کېدای شي تاسې په کار کې ډېر تکړه یاستی، خو که حاضر کار او دنده مو یو ځل هم ښه ترسره نه کړی، وېرېږی او دا وېره مو زړه ته اچوی. هېڅوک له تېروتنې خالي نه دي، خو په وار وار د یوې تېروتنې تکرار بیا د همغه کس په کمزورۍ دلالت کوي. هڅه وکړئ چې له خپلو وړتیاوو سره برابره دنده او کار سرته ورسوی.

۲- د نورو کسانو له تېروتنو ملاتړ کوی

موږ دا نه وایو چې تاسې له خپلو همکارانو ملاتړ مه کوی یا هغه ته چندانې توجه مه کوی. تاسې باید په کاري چاپېریال کې نورو ته روحیه ورکوونکي او له هغو سره مرسته کوونکي و اوسئ. خو په دې هم باید پوه شی چې ستاسې کوم همکاران د پرمختګ او ودې په حال کې دي یا رښتیا هم غواړي ورځ تر بلې خپلو هیلو ته نږدې شي. تاسې داسې یو کار وکړی چې هغوی تاسې ته ارزښت درکړي. تر بل هر چا ستاسې د مدیر یا رییس نظر او خبره په دغه چاره کې تر ټولو مهمه ده، خو کېدای شي یوازې د هغه نظر او  خبره ونه شي کړای چې تاسې ته لازمه لارښوونه وکړي.

په دې سربېره تاسې باید نور داسې کسان هم وپېژنی چې هغه په تصمیم نیونه کې درسره مرسته وکړي. په دې اړه له هغوی سره ښه اړیکه جوړه کړئ، څو دغه لاره لا هم ښه وپېژنی. د نورو همکارانو بریاوې مو وستایئ او له تېروتنو یې تاسې ننګه مه کوئ. که یې تاسې ننګه وکړی، مانا دا چې تاسې سر له اوسه خپله ماتې منلې او د بهانو په لټولو کې یې تکړه یاستی. خپلې او د نورو همکارانو تېروتنې مو ومنی او د بیا تکرار مخنیوی یې وکړئ.

۳- شرایطو ته په کتو مو موخو کې بدلون نه راولئ

ځینې وخت شراط تغیر کوي او دا د یو شرکت یا سازمان د موخو د بدلون سبب هم کېږي. د بېلګې په ډول، کېدای شي تاسې او ستاسې کاري ګروپ ښه پرمختګ وکړي، کېدای شي ستاسې نوې نظریه د شرکت د تولیداتو د زیاتېدو سبب شي او په دې سره د خپل محصول لپاره ښه بازار پيداکړی، خو دا هغه وخت ممکنه ده چې تاسې د خلکو غوښتنو او اړتیاوو ته په کتو، ورته محصول بازار ته وړاندې کړی.

۴- ستاسې امتیاز ستاسې له وړتیا زیات دی

ممکن تاسې په کلونو کلونو په یو شرکت کې د خپل کلني امتاز په زیاتېدو سره کار وکړی. همدا وخت مو خپله تجربه او تحصیلي تخصص له هغه امتیاز سره چې تاسې یې اخلی، پرتله کړئ چې تاسې د دغه امتیاز ارزښت لرئ او که نه؟ ایا د هغه کاري ګروپ او ستاسې په منځ کې چې ستاسې په اندازه کار کوي، یوازې په امتیاز کې فرق دی؟

د ځان په اړه مو دا موارد و ارزوی او د اړتیا په صورت کې یې د اصلاح لپاره کار وکړئ، څو د شرکت یا ادارې د راتلونکو تغیراتو قرباني نه شی.

۵- نوي څه نه زده کوی

ایا د شرکت یا ادارې په نوې پروژه کې مو ونډه اخیستې یا مو د هغه په اړه په جوړه شوې ناسته کې خپل نظر څرګند کړی دی؟ ایا د شرکت او ادارې لپاره نوې پروژې لری؟ په تېرو کلونو کې مو څو ځله ستاسې د مسوولیت اړوند پروژو کې برخه اخیستې؟ ایا هره ورځ زده کړې کوی؟

په کار او دنده کې وده او پرمختګ یوازې په فکر کولو او کاري ځای ته په تلو راتلو نه کېږي، تاسې باید ورځ تر بلې خپل مسوولیت او د هغه په مقابل کې خپله وړتیا وارزوی او ورځ تر بلې د مسوولیت په اړه د خپلې وړتیا د لا ځواکمنولو لپاره کار وکړئ.

۶- تاسې اوس د یو نامعلوم هدف پر لوري روان یاستی

که له ډېرې مودې وروسته مو دا لومړی ځل وي چې د خپل کاري پرمختګ په اړه فکر کوی، ښه خبره ده او لا هم تاسې کافي وخت لری چې پر خپلو موخو پوره تمرکز وکړی. که له دې مخکې ستاسې فعالیتونو ستاسې لپاره ښه پایله لرلې وې، کېدای شي د شرکت له موخو سره چندانې همغږې نه وي. تاسې پوره هڅه وکړی چې د خپل شرکت موخو او بیروني شرایطو ته په کتو، خپلې وړتیاوې، اړیکې او عادتونه برابر کړی.

کېدای شي تاسې له خپل شرکت سره مینه ولری او پر دې هم پوه یاستی چې ستاسې وړتیاوې د شرکت د موخو د ترلاسه کولو په مقابل کې، ډېرې پیاوړې دي. کېدای شي دا وخت تاسې یوازې په دې خاطر دلته پاتې شی چې د شرکت وضعیت مو لا نور هم ښه شي، خو له دې سره سره، دغه ریسک هم باید ومنی چې کېدای شي شرکت تاسې ته هغه امتیازات چې تاسې یې وړ یاستی، در نه کړي.

که په پوره دقت سره کار ونه کړی، کېدای شي د خپلې دندې له سرته رسولو نور ستړي شی.