په کاپیسا ولایت کې د وسله والو غلو مشر ووژل شو

د کورنیو چارو وزارت وایي، پرون دوشنبه مازیګر د کاپیسا ولایت په مربوطاتو کې یو تن د وسله والو غلو مشر د دې ولایت له پولیسو سره د نښتې پرمهال وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت خبر پانه وایي، چې وژل شوي غله له ډېرې مودې راهیسې د کاپیسا ولایت په مرکز او اطرافو کې پلان شوې غلاوې او لاره شکونې کولې.

خبرپاڼه زیاتوي، چې وژل شوی غل له ډېرې مودې راهیسې د دې ولایت د پولیسو تر څار لاندې و او یو میل وسله یې هم د پولیسو لاس ته ورغلې ده.