په کراچۍ زندان کې يو افغان د ناروغۍ له امله مړ شوی

‏د پاکستان په کراچۍ کې افغان کونسل عبدالجبار تخاري وايي، د فیض محمد په نوم یو ناروغ افغان چې د کراچۍ په “ملیر” زندان کې زنداني و، څو ورځې وړاندې د ناروغۍ له کبله مړ شوی دی. د نوموړي په وینا، په‌دې زندان کې نور افغان ناروغان هم پراته دي، خو حکومت ورته د وتلو اجازه نه ورکوي.