په کندهار کې د سوی شکله ماشومانو زېږون زيات شوی

ددې ولایت روغتيايي چارواکي وایي، چې د تېرو ۹ مياشتو راهيسې ورسره د سوی شکله ماشومانو د زېږون ۴۵ پېښې ثبت شوي، چې د تېرو کلونو په پرتله څو چنده زياتوالی ښيي.

د چارواکو په وینا دا هغه شمېر دی، چې یوازې د میرویس حوزوي روغتون د زېږون په څانګه کې ثبت شوي دي.

جګړې، له نژدې خپلوانو سره ودونه او د قوي درملو استعمال د سوی شکله ماشومانو د زېږون علتونه يادېږي.