په کندهار کې هوائي برید ۱۲ وسلوال طالبان وژلي

د کندهار امنیتي چارواکې وايي ، ددغه ولایت په معروف ولسوالۍ کې پرون د بهرنیو ځواکونو په یوه هوائي برید کې ۱۲ وسلوال طالبان وژل شوې دي.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني رسنیو ته ویلي ، وسلوال طالبان د یادې ولسوالۍ په کلاله سیمه کې د تګ راتګ پر مهال په نښه شول.

نوموړی زیاتوي، په دغه هوایې برید کې ۱۲ وسلوال طالبان وژل شوې او دوی یو سیمه ییز قومندان ټپې شوی دی.

وسلوالو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خبریال : صفت الله محبت