د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وايي، د کشفی او استخبارتي راپورونو پر اساس د افغان ځواکونو په هغه هوايي برید کې، چې د کندهار په غورک ولسوالۍ کې یې تر سره کړی، د یاد ولایت لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی د والي مرستیال زرقاوي له خپلو دوه قومندانانو او درې ساتوونکو سره یو ځای وژل شوی دی.
د امنیتي چار واکو په وینا د هوايي برید پر مهال د وسله والو طالبانو وسلې، مهمات او نقیله وسایط هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.