په کولمبیا کې سیلابونو ۱۵۴کسان ووژل او ګڼ شمېر نور يي ټپیان کړل

د کولمبیا ولسمشر یوان مانویل سانتوس وايي، د ځمکې ښوېدنې له کبله یې د هېواد په سویل لوېدیځ کي ۱۵۴ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

په راپورونو کي ویل سوي، چي ددې هيواد په سویل لوېدیځ پوتومایو ایالت کي ټوله شپه دروند باران و اورېد او په پایله کي یې سېلابونه را ووتل.

سیلابي اوبه له خټو، خځلو سره پر کلو، کورونو ورغلې او درانه زیانونه یې واړول.

ځینې کسان لا هم بې درکه دي، چي شمېر یې هم معلوم نه دئ. د پوځ د یوه افسر په وینا، په ځايي روغتون کي مسوولین د ټپیانو د درملني هڅي کوي.

ولسمشر یوان مانویل سانتوس، چي سیلاب ځپلي سيمي ته ورغلی وايي، د مرستي د چارو لپاره ځواکونه سيمي ته لېږل شوي دي.

د دغه ایالت والي سوریل اروکا سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، چي سېلابونو پراخه سیمه تر خاورو لاندي کړې ده.

د ایالت مرکزي ښار موکوا ښاروال جوس انتونیو سانچیز ویلي، چي په ټول ښار کي برېښنا او د څښاک اوبه نه سته.

بل خوا ددې هيواد په ګاونډي پيرو هيواد کي هم د کال له پیله بارانونو او سیلابونو تر ۹۰ ډېر کسان وژلي دي