په کوټه کې د چاودنې له امله ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کوټې په کندهاري بازار سیمه کې د پولیسو پر یو موټر په بمي چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند بابر یوسفزی وايي، په مړو کې ۲ پولیس او ۲ ملکي وګړي شامل دي.
د پولیسو په وینا، په دې برید کې د پولیسو د تحقیقاتو د برخې د یوه چارواکي موټر په نښه شوی.