پاکستاني چارواکي وايي، وسله والو یوه مېرمن او د هغې لور په دې خاطر وژلي چې په کوېټه کې یې د پولیو پرضد کمپاین کې برخه اخیستي وه.
د پاکستاني پولیسو یوه چارواکي نصیب الله خان ویلي، پنځوس کلنه سکینه او د هغې شل کلنه لور الیزه هغه مهال د دوو موټرسایکل سپرو وسله والو کسانو په ډزو ووژل شوې چې، د پولیو پرضد د واکسین څاڅکي یې ماشومانو ته ورکول.
د دې برید مسؤلیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی خو وسله والې ډلې د پولیو د کمپاین پر کارکوونکو او د هغو پر امنیتي کسانو وخت ناوخت حملې کوي.